لومړی به موږ په ګډه يوه سندره واورو چې نوم يی دی الاموخان٠
( سندره ١ )
د ويغوری قوم خلک د چين په شمال لويديځ په شينجيانګ کې ژوند کوی ، دوی د موسيقی لرغونی کلتوری دوديالی لری ٠ کشغر د شينجيانګ په لويديځ کې پروت دی چې د ويغوری قوم يو ځانګړی ښار دی ٠ ٢ زره کاله دمخه کشغر يو مشهور سوداګريز مرکز و چې د روم ، پارس او هند سوداګرانو په دغه ځای کې راکړه ورکړه کوله٠
( سندره ٢ )
تاسو همدا اوس د ويغوری قوم يوه خوندوره سندره واوريده چې نوم يی وو ښکلی کشغر ٠ په دغه سندره کې له خپل وطن سره د ويغوري قوم د خلکو مينه څرګنديږی٠ د ويغوری قوم په سندرو کې د مينې په اړه زيات شمېر سندری شته ٠ کله چې يوه نجلۍ له يو هلک سره مينه ولری ، ده به يو ښکلی ملاوستنی ورکړی او هلک به د ويغوری قوم د موسيقی دوديز الی دوتار له لاری نجلۍ ته د مينی سندری وايي٠ د پروګرام په پای کې به موږ په ګډه د ويغوری قوم يوه سندره واورو چې نوم يی دی ايشيناجيانګ ٠ ايشيناجيانګ د نجلۍ نوم دی او په دغه سندره کې پر نجلۍ باندی د هلک مينه څرګنديږی٠
( سندره ٣ )