د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د ساينس او تکنولوژۍ وزارت د يو راپور له مخې، اوس د چين د ساينس او تکنولوژۍ توان د لوړېدو په حال کی دی.
د دغه راپور له مخې، اوس په چين کې د ساينس او تکنولوژۍ په برخه کې د کارکوونکيو شمېر پنځه دېرش مليونه تنه دی چې په نړۍ کې لومړی ځای نيسی. د دغه وزارت اړوند چارواکي وويل په وروستيو پنځو کلونو کې د چين د ساينس او تکنولوژۍ د پرمختګ بنسټيز شرطونه او چاپېريال ښه شوی او د تکنولوژۍ د نوښت توان يې هم په ثابته توګه لوړ شوی دی. د ساينس او تکنولوژۍ د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ او د دولتي امنيت لپاره پياوړی د ملادتير حيثيت لري او د نوښت توان د پياوړتيا لپاره يې ښه بنسټ ايښي دی.