<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-10-08 18:57:28    
د شيانګ شان باغ

cri

د شيانګ شان باغ د بيجينګ په شمال لويديځ کې پروت دی چې له ښار څخه شل کيلومتره فاصله لري او پراخوالی يې يو سل او شپيته هکتاره دی. په دغه باغ کې د امپراتوری باغونو ځانګړتياوی ليدل کېږي او د شيانګ شان په نامه يوه غونډۍ ولاړه ده.

دغه باغ په ١١٨٦ کال کې جوړ شوی چې تر اوسه پوری څه دپاسه اته سوه کلن تاريخ لری. د چين د يوان، مينګ او چينګ په امپراتوری لړيو کې په دغه باغ کې د امپراتورانو کورنيو د استوګنې لپاره ډول ډول ماڼۍ، برجونه او نورې ودانۍ جوړې شوې. د چينګ په امپراتوری لړۍ کې امپراتور چيان لونګ د شيانګ شان په غونډۍ کې زياتې ودانۍ جوړې کړی چې د بيجينګ د اته ويشتو منظرو په نامه يې شهرت درلود، وروسته د دغو منظرو په شاو خوا کې ديوالونه جوړ شوی چې د جينګ يی په نامه باغ ونومول شو. خو وروسته د بريتانيا او فرانسی ائتلافی ځواکونو او د اتو هېوادونو ځواکونو په دغه باغ کې زيات ارزښتناک شيان وسوځول او تالا يې کړل. د چين د ولسی جمهوريت له جوړيدو وروسته د شيانګ شان باغ بيا رغونه شوی چې د پنځوسو کلونو له أبادۍ وروسته دغه باغ په بيجينګ کې يو مشهور باغ ګرځيدلی دی.

د شيانګ شان په باغ کې ليدل کېږي چې د شيانګ شان غونډۍ په ونو پوښل شوې ده او د چينو اوبو شرهاری اوريدل کېږي. د دغې غونډۍ عمده څوکه چې د شيانګ لو په نامه د څوکې لوړتيا پنځه سوه او اوه پنځوس مترو ته رسېږي. په باغ کې د بيلا

بيلو ونو شمير دوه لکه او شپته زرو ته رسېږي چې د لرغونيو نامتو ونو شمېر پنځه زره او اته سوو ته رسېږي چې د بيجينګ ښار د ونو يو څلورم برخه نيسي. په باغ کې خلک په طبيعت کې په هوساينې توګه ساعتيری او مرغان او ځينی کوچنی حيوانات په ځنګلونو او ډنډو کې تر سترګو کېږي. ښاريان په تفريحی وخت کې دغه ځای ته سفر کوي چې د طبيعی ښکلی منظرې له امله خوندور احساسات لری.

په دغه باغ کې تاريخی ځايونه او اثار ډېر زيات او ارزښتناک دی چې ډول ډول ماڼۍ، برجونه او نورې ودانۍ په غونډۍ او ځنګلونو کې موجود دی. دلته د مينګ او چينګ لړيو د ساختمانی شکلونه لرونکی معبد شته چې د بی يون معبد په نامه يادېږي، د بوډا پنځه سوه لرګينې مجسمې په کې درول شوی چې په سروزرو پوښل شوی دی، د يانځه سيند په جنوب کې ځانګړتيا لرونکی دوديز برجونه او ودانۍ ولاړه ده چې د جيان شين جای په نامه يادېږي، دلته د چين د نامتو فقيد مشر ماو ځه دونګ او په بيجينګ کې د کمونست ګوند د مرکزی کميټی لومړی دفترونه شته چې د شوانګ چينګ ودانی په نامه يادېږي.