<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-10-08 19:18:06    
د چينهای جهيل

cri

 د چين د لويديځې برخې د چينهای ولايت د چينهای جهيل، د يانګ څه سيند، زيړ سيند او د لان چانګ جيانګ سيندپه شمول د طبيعت ساتنې سيمو ايکولوژيکی چاپيريال د نړۍ نژدی د نيمو خلکو پر ژوند اغيزه کوي. په وروستيو کلونو کې د چين د بېلا بېلې کچې حکومتونو او خلکو په دغو سيمو کې د چاپيريال ساتنې لپاره لازياته پانګه لګولې چې له امله يې د دغه ولايت ايکولوژيکی چاپيريال په څرګنده توګه ښه شوی دی. څه موده دمخه زمونږ خبريال له دغه ولايت څخه ليدنه وکړه او په چينهای کې يې د بشريت او طبيعت ترمنځ د هوسا ژوند په نامه يو لړ پروګرامونه جوړ کړل. په نننی پروګرام کې به تاسو ته د چينهای جهيل په باب معلومات وړاندی کړو.

هر کال په پسرلی کې د چين له جنوب او جنوب ختيځې أسيا څخه لسګونه ډول مرغان د هېواد شمالی برخې ته کډه کوي او په پای کې د چينهای جهيل ته رسيږي چې د مرغانو د نړۍ په توګه ګڼل کيږي او په دغه جهيل کې د مرغانو ټاپو هم د بشريت او مرغانو ترمنځ د يو ګډ کور په توګه بلل کيږي.

د دغه جهيل د طبيعت ساتنې ادارې مرستيال هه يوو بانګ زمونږ خبريال ته وويل

 په دغه ټاپو کې که غواړئ چې څه پرېږدی، هغه به يوازی ستاسو ستا د پښو نښه وي. د مرغانو په ټاپو کې هيڅ راستورانت نه شته او هلته يوازی طبيعی منظره ليدلی شی.

د معلوماتو له مخې د چينهای جهيل چې مساحت يې څلور زره او دری سوه مربع کيلو متره دی، د چين په وچه کې تر ټولو لوی مالګين جهيل او هم يوه مهمه لنده ځمکه ده. د ځانګړی جغرافيايی او هوايی چاپيريال له امله دغه جهيل هر کال په سلګونو زرو کډوال د مهاجرو سلګونه مرغان راجلبوي.لس ګونه کلونه مخکی بېلا بېل ډوله مرغانو په ډله اييزه توګه په دغه ټاپو کې هګۍ اچولې،خو د تېرۍ پيړۍ په اوومه لسيزه کې د دغه جهيل د اوبو سطحې د ټيټوالی له نورې وچې سره نښلېدلی چې له امله يې ګڼ شمېر وګړيو دغه هګۍ راغونډې کړې دي. د دغه عمل له امله د مرغانو شمېر کم شوی او په دغه ټاپو کې يې دغه شمېر يوازی دوه سوو ته رسيدلی و.

د دغه ټاپو د طبيعی چاپيريال ساتلو لپاره د چينهای ولايت حکومت په ١٩٧٥ کال کې دغه ټاپو د طبيعت ساتنې د سيمې په توګه وټاکه چې له امله يې د دغې سيمې مساحت په پر له پسی توګه زيات شوی دی. تر ١٩٩٦ کاله پوری د چينهای جهيل په دولتی کچه د طبيعت ساتنې سيمه ټاکل شوې چې مساحت يې څلور لکه او پنځه نوی زره هکتارو ته رسيدلی دی.

د څو کلونو چاپيريال ساتنې له امله د دغه ټاپو د مرغانو او نباتاتو سرچينې په پر له پسی توګه اعاده شوې دي. د اړوندې شمېرنې له مخې په وروستيو کلونو کې په دغه ټاپو کې د کډوالو مرغانو کلنی شمېر په بنسټيزه توګه پنځوس زرو ته رسيږي.

 د ګن شمېر کډوالو مرغانو د رارسيدو له امله دغه ټاپو هم مشهور شوی چې په نتيجه کې يې په چين کې د سيلانيانو د سفر او د مرغانو ليدلو لپاره يوښه ځای جوړ شوی دی. هر کال د يوې شمېرنې له مخې له ٢٠٠٣ کال راهيسی هر کال دغه جهيل ته د سفر لپاره د سيلانيانو شمېر سل زره تنو ته رسيږي.

د مرکې په ترڅ کې د چين د شمال لويديځ له شی ان ښار څخه راغلی ښاغلی لی سی هوي او د ده مېرمنې هم له دغه ټاپو څخه د ليدنې لپاره خپله لور له ځان سره راوستی وه.د ده لور چې تل په ښار کې ژوند کوي، د لومړی ځل لپاره دومره مرغان کتل او ډېره خوشحاله وه.

ښاغلی لی زمونږ خبريال ته وويل موږ په ځانګړی توګه د مرغانو د ليدلو لپاره خپل ماشومان له ځان سره بيايو او دوی ته د مرغانوکيسی وايو چې له

امله يې اوس په دی ښه پوه شوي چې ايکولوژيکی چاپيريال له بشريت سره نژدی اړيکی لري.

د چينهای او تبت د لوړې مځکې يوې مهمې برخې په توګه د چينهای جهيل د نړيوالې هوا د بدلون لپاره يوه حساسه او کمزوری سيمه ده، نو که غواړي چې دلته د سيلانی چارې پرمختګ وکړي، نو بايد د چاپيريال ساتنې لازياتې مسئلې په نظر کې نيول شي.

په دی اړه د چينهای ولايت د سيلانۍ چارو ادارې مرستيال شو ها وويل بشريت نه شی کولی چې د سيلانۍ چارو د پرمختګ لپاره ايکولوژيکی چاپيريال ته زيانونه ورسوي.نوموړی زياته کړه چې زموږ په نظر د ايکولوژيکی سيلانۍ منعی دا ده چې پرښه ايکولوژيکی چاپيريال د أتکا له لارې د سيلانۍ چارو ته پرمختيا ور کړی شی. د چينهای جهيل يوه ښکلی او ځانګړی منظره ده، نو دغې منظرې ته بايد د زيانونو رسيدو مخنيوی وشي. که زيانونه پکې رامنځته شي، نو د خلکو ژوند ته به هم زيانونه ورسيږي.

د سيلانۍ چارو د پرمختګ او چاپيريال ساتنې ترمنځ د اړيکيو په هکله د چينهوا پوهنتون د بيولوژيکی څانګې زده کوونکی ځنګ ليانګ چې اوس په دغه ټاپو کې په څېړنه بوخت دی، وويل  زما په أند دواړه خواوې بايد يو له بل څخه

په ګټه پرمختګ وکړي، د چاپيريال ساتنې په موخه نه شي کېدی چې هېچا ته له دغه ټاپو څخه د ليدنې اجازه ور نه کړي شی او د دی مخنيوی هم بايد وشي چې د سيلانی چارو د پرمختګ لپاره ايکولوژيکی چاپيريال ته زيانونه ورسول شی. نو زما په أند دواړه خواوې بايد يو ډول برابرې اړيکی وساتي.

د دغه جهيل د مرغانو د ژوند پر چاپيريال باندی د خلکو کړو وړو د منفی اغيزو د

کمولو لپاره د چينهای جهيل د طبيعت ساتنې سيمې ادارې يو لړ تدبيرونه نيولي دي د بېلګۍ په توګه دمرغانو ټاپو د دغه جهيل يوه مهمه سيمه ګڼل شوې ده. که څه هم سيلانيان کولی شی چې له دغې سيمې څخه ليدنه وکړي، خو خوځښت يې په جدی توګه محدود دی.

سيلانيان دغه ټاپو ته له ننوتلو وروسته بايد پر ټاکلې لار په يو ځانګړی موټر کې سپاره شي چې ککړتيا نه رامنځته کوي.دغه راز دوی يوازی د جهيل پر غاړه په ټليسکوپ سره له ليری ځای څخه دغه مرغان ګوري.

د دغې سيمې ادارې مرستيال هه يوو بانګ وويل بشريت بايد له مرغانو سره نژدی واټن ونه لري، که بشريت غواړي چې له مرغانو سره په هوسا توګه ژوند وکړي، نو بايد پر مرغانو باندي هيڅ منفی اغيزه ونه کړي.

د دغو منفی اغيزو د له منځه وړلو لپاره بايدسيلانيان د يوې ځانګړی کړکۍ له لاری دغه مرغان وګوري چې په مقابل کې يې مرغان وګړي نه شی کتلای.

که څه هم د مرغانو کتنې دا ډول لار د سيلانيانو لپاره دومره برابره نه ده. خو ګڼ شمېر سيلانيان د دی ترتيپ درک کوي او ورڅخه ملاتړ کوي. ښاغلی لی وويل

د مرغانو کتنې دغه لار د دوی پر ژوند له ګډوډۍ څخه د ډډه کولو لپاره غوره شوی ده چې دوی کولای شی چې په طبيعی چاپيريال کې ښه وده وکړي. زما په أند دا يوه ښه لاره ده او د خپريدو وړ ده.

د هر کال په پسرلی کې کډوال مرغان د چين له جنوب څخه د چينهای جهيل ته رسيږي او د سپتمبر په پيل کې دغه مرغان بېرته د هېواد جنوب ته ځي. کال په کال په دغه جهيل کې يوه کيسه تکراريږي چې ور څخه د بشريت او طبيعت ترمنځ د يو هوسا ژوند څرګندونه کوي.