<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-10-08 19:48:05    
چين به په پرله پسی توګه د اقليمي بدلون د مخنيوی لپاره کوششونه وکړي

cri

د تېر سپتمبر په پای کې د چين د بهرنيو چارو د اقليمي بدلون د خبرو اترو لومړی ځانګړی استازي يو چينګ تای په بېجينګ کې د لومړۍ ځل لپاره يوه مطبوعاتی غونډه تر سره کړه. هغه وويل چين به په پر له پسی توګه اوپه جدی رويې سره د اقليمي بدلون د مخنيوي لپاره اغېزمن کوششونه وکړي.

د تېر سپتمبر په سر کې د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې جيانګ يو د چين د اقليمي بدلون د خبرو اترو په اړه د ځانګړي استازي د ټاکل کېدو خبر خپور کړ. هغې وويل دغه ځانګړی استازی يو چينګ تای دی چې په تانزانيا کې د چين پخوانی سفير و او د دوه اړخيزو او څواړخيزو کارونو په اړه ډېرې تجربې لري. د ده دنده د اقليمي بدلون په اړه د نړيوالو خبرو اترو جوړول او پکی ګډون کول دی.

ښاغلي يو چينګ تای په دغه مطبوعاتی غونډه کې د اقليمي بدلون د مخنيوی په اړه د چين دريځ څرګند کړ او و يې ويل چين به له دغو څلورو اصولو سره سم د اقليمي بدلون د مخنيوی لپاره فعال کوششونه وکړي چې لومړی، پر همکارۍ به ټينګار وکړي، دوهم، پر دوامدار پرمختګ به ټينګار وکړي. درېيم، د اقليمي بدلون په اړه به د م م د چوکاټ تړون د لارښوونې پر ځای ټينګار وکړي. څلورم، د تکنولوژۍ پر پرمختګ او نوښت به ټينګار وکړي.

د اقليمي بدلون په اړه د م م د چوکاټ تړون د اقليمي بدلون د مخنيوي لپاره د نړيوالې ټولنې بنسټيز قانوني سند دی. په دغه تړون کې د اقليمي بدلون د مخنيوی

په اړه د پرمختلليو هېوادونو او پرمختيايی هېوادونو ګډه او توپير لرونکی دنده ټاکل شوی ده او له پرمختلليو هېوادونو څخه غوښتنه شوي چې لومړی د شنوخونو ګاز د ايستلو اندازه کم کړي.

ښاغلي يو چينګ تای وويل د اقليمي بدلون مسئله له ٢٠١٢ کال وروسته د اقليمي بدلون د مخنيوي په اړه د نړيوال نظام ټاکنه ده. د ده په اند بايد د دغه تړون له اصولو سره سم د شنوخونو ګاز د ايستلو اندازې د پر له پسی کمښت په اړه د پرمختلليو هېوادونو راتلونکې دنده وټاکل شي.

که څه هم پرمختيايی هېوادونه له ٢٠١٢ کال مخکې د شنوخونو ګاز ايستلو اندازې کمښت دنده نه لري، خو چين لا هم د اقليمي بدلون د مخنيوي لپاره يو لړ تدبيرونه نيولی دي. د معلوماتو له مخې، له ١٩٩٠ کال څخه تر ٢٠٠٥ کال پوری د چين د کورنيو توليداتو په هر واحد ارزښت کې د انرژۍ لګښت په سلو کې اووه څلويښت کم شوی . په همدی وخت کې چين د ځنګلونو په زياتولو سره پنځه مليارډ کاربن دوه اکسايد ګاز کم کړی دي.

پر دې سربيره، چين په وروستيو ورځو کې د اقليمي بدلون د مخنيوی لپاره دولتي کاري ډله او دولتی نظام جوړ کړی دی. ښاغلي يو چينګ تای وويل د چين حکومت له دغو تدبيرونو څخه د يو لوی هېواد په توګه د چين دريځ او اراده څرګندېږی.