د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان د پوځ وياند وحيدارشد د اکتوبر په اتمه نېټه د دې خبر پخلی وکړ چې د هغه هېواد امنيت ساتونکی پوځ په همدی ورځ د شمالی وزيرستان په قبايلي سيمه کې له وسلوالو کسانو سره له سختې جګړې وروسته پنځوس تنه سرتيری ورک شوي چی لا تر اوسه نه دي پيدا شوي.
د خبري رسنيو د خبر له مخې، ښايی چې دغه ورک شوي سرتيری د وسلوالو کسانو لخوا تښتول شوي وي.
په وروستيو ورځو کې په دغه سيمه کې وسلوالو کسانو پر امنيت ساتونکی پوځ څو ځله بريدونه کړی. د روانې مياشتې په اوومه نېټه دواړو خواوو په ميرعی علاقه داری کې سخته جګړه کړی چې په ترڅ کې يې امنيت ساتونکی پوځ شپېته تنه وسلوال کسان ووژل او شل تنه پوځيان هم پکی وژل شوي دي.