<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-10-09 20:04:31    
د بېجينګ د اولمپيک لوبو د انتظامی کارونو په اړه يو لړ خبرونه

cri

په هسپانيا کې د چين کال په نامه د فعاليت په اړه د هسپانيا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازي بابرو بلاو څو ورځی دمخه زموږ له خبريالانو سره د مرکې په ترڅ کې وويل: په ٢٠٠٨ کال کې د بېجينګ د اولمپيک لوبو د تيارۍ کارونه په ښه توګه تر سره کېږي او د خوښۍ وړ دی. ښاغلي بلاو چې پخوا يې څو څو ځله چين ته سفرونه کړې وويل: د بېجينګ په بېلا بېلو ځايونو کې د دغو سپورتي لوبو په اړه د وګړيو د شوق او مينې احساسات معلومولای شي. د بېجينګ د اولمپيک لوبو په ترڅ کې به چين د نړۍ د زړه په توګه د ټولی نړۍ پاملرنه راجلب کړي. هغه ټينګ باور لري چې دغه سپورتي لوبې به په بريالی توګه تر سره شي. هغه وويل: په ١٩٩٢ کال کې د بارسيلونا د اولمپيک لوبې د هغو لوبو يوه برخه وګڼله شوه چې په عصری اولمپيک لوبو کې يې تر نورو ډېر برياليتوب تر لاسه کړ. نو اوس بارسيلونا په اروپا کې مشهور او غوره ښار ګڼل کېږي. شک نه شته چې بېجينګ به هم برياليتوب تر لاسه کړي. اوس د چين اقتصادي او ټولنيزی چاری د ليدو وړ پرمختګ مومي او په نړيوالو چارو کې مهم رول لوبوي. هسپانيا به د چين د دوست هېواد په توګه د چين له پرمختګ څخه ګټه واخلي.

د امريکا د اولمپيک کميټې مشر پيد يوبلوس څو ورځی دمخه څرګنده کړه: په ٢٠١٦ کال کې د اولمپيک لوبو د تر سره کولو حق د غوښتنې د اوو ښارونو په سيالي کې شيکاګو لومړنی مقام نه دی نيولی او يوازی دريم او يا څلورم مقام نيسی.

ښاغلي يوبلوس وويل چې شيکاګو به تر خپلی وسی پورې د اولمپيک د نړيوالې کميټې څه باندی يو سل غړيو ته خپل تفوق څرګند کړي. د روانې مياشتې په پای کې به د سوک وهلو نړيوال اتلولی په شيکاګو کې تر سره شي. په هغه وخت کې به د اولمپيک د نړيوالې کميټې څه دپاسه شل تنه غړي او د يو سل او څوارلسو هېوادونو او سيمو شپږ سوه تنه لوبغاړي په کې ګډون وکړي. دغه راز دغه اتلولی د بېجينګ د اولمپيک لوبو مقدماتی سيالی دی. شيکاګو د دې فرصت پر مټ نړۍ ته خپل تفوق څرګندوي. که څه هم د اولمپيک د غوښتنې په سيالی کې له يو شمير ښارونو څخه وروسته پاتی دی، خو په راتلونکو دوو کلونو کې به شيکاګو د خپلې پرمختيايی موخې او په ٢٠١٦ کال کې د اولمپيک لوبو د تر سره کولو لپاره هڅې وکړي.

د کوريا جمهوريت ولسمشر روح مو حيون او د ديموکراتيکې کوريا مشر کيم جون ايل په پيونګ يوانګ کې د کوريايې ټاپووزمی د شمال او جنوب ترمنځ د اړيکو د پرمختګ او سولې او سمسورتيا په اړه اعلاميه لاسليک کړه. د دغې اعلاميې سره سم، دواړه هېوادونه به په ٢٠٠٨ کال کې د لومړی ځل لپاره د جينګ يی په نامه اوسپنيزه لار پرانيزي چې د دواړو هېوادونو وګړي به د اورګاډی له لارې د اولمپيک لوبو د کتلو لپاره بېجينګ ته را شي.