<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-10-09 19:31:08    
اړوندې څانګې دکليوالو کارګرانو درناوی او د ژوند چارو ته يې پاملرنه کوي

cri

په وروستيو ورځو کې د چونګ چينګ ښار د ملی ولسی کانګرس دايمی کميټې د يوې لانجې په حلولو سره د کليوالو کارګرانو ورځ وټاکله. په چين کې د کليوالو کارګرانو ليږلو د يوې مهمې اډې په توګه د چونګ چينګ ښار له دغه عمل څخه څرکنديږي چې دغه ښار د کليوالو کارګرانو د حقوقو ساتنې ته ډېره پاملرنه کوي. د چين حکومت کليوالو کارګرانو ته د درناوی او پاملرنې کولو لپاره يو لړ تدبيرونه نيولي دي.

کليوال کارګران د چين د ورخلاصون، صنعتی کيدو او ښاری کيدو په بهير کې يو نوی ډول کارکوونکی دي. د چين د کار او ټولنيز ضمانت وزارت د يوې شمېرنې له مخې په چين کې دوه سوه مليون کليوال بزګران شته چې د ښارونو په سمسورتيا، د کليوالو سيمو په پرمختګ او د هېواد په عصری کيدو کې ډېر مهم رول لوبوي.

خو زياتره کليوال کارګران د معاش تر لاسه کولو، کاری امنيت، ټولنيز ضمانت،روزنې او د ماشومانو د زده کړې په شمول ځينو برخو کې ډېرې ستونزې لري او حقوق يې په اغيزمنه توګه نه دی تامين شوی.د چين کمونست ګوند او دولتی شورا د کليوالو کارګرانو اړوندو مسئلو ته ډېره پاملرنه کوي او د دوی د حقوقو د تامينولو او د دغو کارګرانو د استخدام چاپيريال د ښه والی لپاره يې يو لړ تدبيرونه نيولي دي. دغه راز په بېلا بېلو ځايونو کې اړوندو څانګو هم په دی برخه کې زيات کارونه کړي دي.

د بېلګی په توګه له ٢٠٠٣ کال څخه تر ٢٠٠٥ کاله پوری اړوندو څانګو د کليوالو کارګرانو د ٣٣ مليارډ او ٧سوه مليون يوانه معاش تر لاسه کولو لپاره ګامونه پورته کړي او پدی برخه کې يې له دغو کارګرانو سره مرسته کړې او په همدی وخت کې يې د معاش ور کولو په اړه د يو دايمی اغيزمن ميکانيزم جوړولو لپاره کوشش کړی چې په ډېرو زياترو ولايتونو کې يې د دغو کارګرانو د معاش د تامينولو نظام جوړ کړی دی. دغو اړوندو څانګو د ٢٠٠٦ کال له پای څخه د ٢٠٠٧ کال تر لومړی نيمې پوری د يو مليون او پنځهسوه زره تنه کليوالو کارګرانو د يو مليارډ او ٧٣٥ مليون يوانو معاش د بېرته اخيستلو لپاره ځانګړی عمليات تر سره کړل.

د ٢٠٠٤ کال په پای کې د چين دولتی شورا د بزګرانو د استخدام چاپيريال د ښه والی لپاره يو لړ تدبيرونه ونيول چې له مخې يې اوس اړوند ناقانونه لګښتونه له منځه وړل شوی دی. يوازی د ٢٠٠٧ کال د پسرلی اختر په موده کې د کار او ټولنيز ضمانت د بېلا بېلو کچو څانګو په وړيا توګه ١٤ مليون او دری لکه کليوالو کارګرانو ته مسلکی خدمتونه کړي او دری مليون کارونه يې برابر کړي دي.

په ٢٠٠٦ کال کې د کليوالو کارګرانو د اړوندو مسئلو په هکله د چين د دولتی شورا څو مقررات خپاره شول او په همدی وخت کې له ٣١ څانګو څخه جوړه شوې ګډه ټولنه وټاکل شوه چې له امله يې اوس د کليوالو کارګرانو اړوند کارونه نوی پړاو ته رسيدلی دی.

سربيره پردی د کارګرانو د بېلا بېلو کچو ټولنې هم د دوی د حقوقو ساتلو لپاره کوشش کوي. تر اوسه پوری په دغو ټولنو کې د کليوالو کارګرانو د غړيو شمېر پنځوس مليون تنو ته رسيدلی دی. په ٢٠٠٧ کال کې شل تنه کليوالو کارګرانو د کار اړوندې جايزې تر لاسه کړې دي.