<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-10-09 19:18:43    
د تبتی قوم د مالدار دان جن څو هيله

cri

چينګ های ولايت د چين په لوېديځ کې پروت دی او د أسيا د اوبو ټانک په نامه په نړۍ کې ډېر شهرت لري ځکه چې د چينګ های جهيل او د يانګ ځه، ژيړ او لان څانګ دريو سيندونو ګډه سرچينه پکې موجوده ده . نو د دغه ولايت د طبيعت ساتنې په سيمه کې د ايکولوژيکي چاپيريال حالت په مستقيمه توګه د نيمې برخې نړيوالو له ژوند سره نژدې تړاو لري. چين په وروستيو کلونو کې د دغې سيمې د چاپيريال ادارې او ساتنې لپاره ډېر اړين تدبيرونه غوره کړيدي چې له امله يي په چينګ های ولايت کې ايکولوژيکی چاپيريال په ښکاره توګه ښه شوی دی. لږه موده مخکې زمونږ خبريالان دغه ولايت ته تللي وو او د انسان او طبيعت ترمنځ د هوسأينې په نامه يې يو لړ راپورونه ليکلي دي . اوس به دوهم راپور واورئ چې نوم يې دی ( د تبتی قوم د مالدار دان جن څو هيله ). 

ګرانو اوريدونکو! د چين په شمال لويديځه برخه د جينګ های په ولايت کې د چينګ های هو په نامه يو جهيل پروت دی چې په شاو خوا سيمه کې يې د تبتی قوم وګړيو نسل په نسل د څارويو د روزنې له لارې ژوند کاوه. خو اوس په دغه سيمه کې يوه غوا او پسه نه ليدل کېږي. هغه څاروی چيرته وړل شوي دي؟ مالدار دان جن څو خبريال ته وويل: 

غواګان او پسونه پلورل شوی دی. د څارويو ډېره روزنه دښتو او جهيل ته

زيانونه رسوي. مونږ بايد د چينګ های هو جهيل او د چاپيريال د ساتلو لپاره کوښښ وکړو.

د دان جن څو کور د های يان په ولسوالی کې پروت دی چې له چينګ های هو جهيل څخه شمال ختيځی خوا ته ديرش کيلومتره واټن لري او ګڼ شمير تبتيان پکې اوسيږي.

کله چې خبريال د دان جن څو کورته ولاړ، سپی يې په تودو احساساتو سره خبريال ته هر کلی څرګند کړ. د دان جن څو کور يوه خيمه ده چې د تبتی قوم د ځانګړی وادنی په توګه ګڼل کېږي. خبريال په دغې خيمې کې له خاوند سره يو ځای پر کمبله کښناست د کور او خاوند ورته د تبتی قوم ځانګړی چای او خوراکونه راوړلی او يو له بل سره مرکه وکړه. د مرکې په ترڅ کې خبريال له دان جن څو څخه يوه پوښتنه وکړه : کله چې پسونه او غواګانې وپلورل شوې، ستا احساس په دې هکله څه وو؟ دان جن څو ورته وويل: 

په سر کې ډېر ناخوښه وم، ځکه چې دغه پسونه او غواګانې مو له کوچنيوالی څخه روزلي وو. له پلورلو وروسته مې په نيم کال کې دغه پيښه هېره کړه. اوس کله کله په خوب کې هغه پسونه او غواګانې وينم.

په تېرو څو کلونو کې د ګردی کری د اقليم د بدلون له امله، د چينګ های هو سيند په شاو خوا سيمه کې دښتې چې د نړۍ له اوو لويو لندو ځمکو څخه ګڼل کېږي له سختو صحرايي کيدو سره مخامخ شوې او په دغه جهيل کې د اوبو لوړوالې ګام په ګام ټيټ شو چې له امله به د چين او نړۍ اقليم ته ګواښ وکړي. نو د چين حکومت په ٢٠٠٣ کال کې د چينګ های هو جهيل په شاو خوا سيمه کې د ايکولوژيکی چاپيريال د ساتنې لپاره پريکړه وکړه چې په دغه سيمه کې د پسونو او غواګانو د

روزنې مخنيوی وکړي. نو له دې امله دان جن څو او نورو مالدارانو خپل څاروي وپلورل.

د مرکې په ترڅ کې د دان جن څو ښځه چې ينګ شنګ نومېږي خبريال ته ځانګړی شراب چې د نومی غنو څخه جوړيږي راوړل. د هغو شرابو تر څښلو وروسته ينګ شنګ وويل:

د پسونو او غواګانو د روزنې له مخنيوی نه مخکې مو څه باندی څلور سوه پسونه او څلور سوه غواګانې روزلې او هر کال مو د څارويو د پلورلو له لارې لس زره يوانه عايدات تر لاسه کولای شول چې د ژوند شرط مو برابر و. موږ د تبتی قوم وګړيو نسل په نسل د څارويو د روزنې له لارې ژوند تېر کړی وو. نو د دغې تګلارې د پلی کولو په سر کې مې انديښمنه درلوده.

د څو ګيلاسه شربت له څښلو وروسته، د دان جن څو خبرې زياتې شوې، هغه وويل: د دغې تګلارې د پلی کولو په سر کې د دې ښځې په شان ډېر کليوالو دا نه درک کوله. خو هغه له دغې تګلارې څخه ملاتړ وکړي. ځکه چې دغه تګلاره به د اوږدې مودې لپاره دښتې خلکو ته ګته ورسوي. ده وويل: 

پخوا دې ځای په زړه پوړی طبيعی منظرې درلودې چې اسمان ډېرشين، ورېځی سپينې او دښتي لا پراخې وې او هرڅوک چې هلته ورتلل ور سره مينه يې پيدا کوله. خو په تېرو څو کلونو کې زموږ دښتې له صحرايي کېدو سره مخامخ شوې او د پسونو او غواګانو د روزنې په موخه مو واښه نه درلودل. شنه ځنګلونه ګام په ګام په لوڅو ونو بدل شول. که د چاپيريال د ساتنې لپاره مو تدبيرونه نه وای نيولي، پرته له پسونو او غواګانو څخه به وګړی بی کوره شوی وو. نو موږ د خپلو ماشومانو لپاره له دغې تګلارې څخه ملاتړ وکو.

د څارويو له پلورلو وروسته د دان چن څو کورنۍ ورځنی عايدات له منځه تللی دی. نو هغوی له کومې لارې ژوند کوی؟ ښځينه خاوند ينګ شنګ وليدل چې

د دوی د کور په نژدی ځای کې يو سړک شته چې ډېر سيلانيان او موټرونه پرې تيريږي. نو ينګ شنګ فکر وکړچې د تبتی قوم په کور کې د اوسيدو او ډوډۍ خوړلو په موخه د سيلانۍ پروژه پرانيزي. د کلی حکومت ورڅخه ملاتړ وکړ. د کلی حکومت نه يوازی د يو لړ سندونو د تر لاسه کولو لپاره ورسره مرسته کړې، بلکې سوداګريز ماليات يې له منځه وړلی دی. بر سېره پردې، د تبتی قوم مالدارانو ته د سيلانۍ چارو په موخه خيمې برابرې کړې. ينګ شنګ وويل:

د څارويو له روزنې څخه د لاس اخيستلو وروسته حکومت راته يو څه لګښت راکړ. خو موږ يوازی د هغه لګښت له لارې ژوند نه شوای کولای . د سيلانۍ چارو له پيل راهيسی، مو ژوند ښه شوی دی. موږ په سر کې له بېلا بېلو ستونزو سره مخامخ وو، د بېلګې په توګه په ژبې نه پوهېدو او پوهاوی مو نه شوو کولای چې سيلانيان له کومو خوراکونو سره مينه لري. اوس زموږ سوداګری ښه کېږي او يو شمير تجربی مو تر لاسه کړی دی.

دان جن څو خبريال ته وويل: د جهيل د ساتنې په موخه د څارويو له روزنې څخه د لاس اخيستلو په اړه د تګلارې له پلی کولو وروسته حکومت مالدارانو ته ډېرې امتيازات او په وړيا توګه بېلا بېلې تخنيکی روزنې هم برابر کړې دي. د مالدارانو ژوند د پخوا په پرتله ښه شوی دی. دان جن څو د خپلی سوداګرۍ د يادونې په وخت کې دان جن څو په خوشحالی سره وويل: 

د تبتی قوم د مالدارانو په کورونو کې د سيلانۍ چارو پلی کول يوه ډېره ښه لار ده. هغه سيلانيان چې د هېواد له منځنی او ختيځی سيمې څخه راغلی زموږ له کور

او خوراکونو سره ډېره مينه لري .د هر کال په جولای او اګست کې زموږ سوداګری تر نورو ډېره ښه ده چې د يوې مياشتی عايدات مو له څلور زرو يوانو څخه اوښتی دی.

ينګ شنګ خبريال ته وويل :که څه هم اوس دوی څاروي نه لري، خو د خوښۍ ځای دی چې ماشومانو يې د ښاری ماشومانو په شان په ښوونځيو کې د زده کړې فرصت تر لاسه کړی دی. بر سېره پردې، حکومت د مالدارانو ماشومانو د زده کړې لګښت هم له منځه وړی دی.

د دان جن څو کوچنی زوی چې دو که جا شي نومېږي سږ کال ديارلس کلن دی او په دريم ټولګې کې زده کړې کوي. هغه وايي: اوس هره ورځ له خپلو دوستانو سره زده کړه او ژوند کوي او ډېر خوشحاله دی. هغه خبريال ته يوه سندره وويله:

دوکه جا شي خبريال ته وويل چې د روان کال د می په لومړی نيټه چې د زحمت کښانو د نړيوال جشن سره برابره وه ټولګيوالو يې د ښوونکي په مشرۍ په غره کې نيالګي کيښنولی دی . هغه پخپله د چنار اوه ديرش نيالګی کيښنولی دی او هيله لري چې د جينګ های هو جهيل به لا ښکلی شي