د سين هوااژانس د خبر له مخې: د افغانستان د ولسمشر وياند همايون حميزاده د اکتوبر په نهمه نېټه وويل د دغه هېواد حکومت د روانې مياشتې په اوومه نېټه د کابل په څرخي پله زندان کې پنځلس تنه بنديان اعدام کړل چې له ٢٠٠٤ کال راهيسی په دغه هېواد کې د اعدامولو لومړۍ پېښه ده.
نوموړي وويل دغه بنديان په جلا جلا توګه د وژنې، د جنسي تېری، وسله والې غلاوو او د تښتولو په جرمونو تورن وو. په دغو بنديانو کې د طالبانو او د القاعدی ډلی غړي نه شته.
نوموړي زياته کړه چې د افغانستان حکومت د دغه اعدام په هکله د نړيوالو سازمانونو اندېښنو او پاملرنې ته درناوي کوي. د اعدام حکم په جدې توګه د اوسني اساسی قانون له مخې تر سره شوي چې د جرمونو پر ضد د مبارزې لپاره ډېر اهميت لري.