<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-10-10 18:48:12    
د دريو سيندونو سرچينو د ککړتيا مخنيوی

cri

ګرانو اورېدونکو! چينګ های ولايت د چين په لوېديځ کې پروت دی او د أسيا د اوبو ټانک په نامه په نړۍ کې ډېر شهرت لري ځکه چې د چينګ های جهيل او د يانځه، ژيړ او لان څانګ دريو سيندونو ګډه سرچينه په دغه سيمه کې ده . نو د دغه ولايت د طبيعت ساتنې په سيمه کې د ايکولوژيکي چاپيريال حالت په مستقيمه توګه د نيمې برخې نړيوالو له ژوند سره نژدې تړاو لري. چين په وروستيو کلونو کې د دغې سيمې د چاپيريال ادارې او ساتنې لپاره ډېر اړين تدبيرونه غوره کړيدي چې له امله يي په چينګ های ولايت کې ايکولوژيکی چاپيريال په ښکاره توګه ښه شوی دی. لږه موده مخکې زمونږ خبريالان دغه ولايت ته تللی او د انسان او طبيعت ترمنځ د هوسأينې په نامه يو لړ راپورونه يي ليکلي دي . اوس به په دې اړه درېيم پروګرام واورئ چې عنوان يې دی هېڅ شي ته اجازه نه شته چې د دريو سيندونو سرچينه ککړه کړي.

د چينګ های ولايت د يو شو په نامه د تبتی قوم خپلواکه ولسوالي د دريو سيندونو د سرچينې په نامه د دولت په کچه د طبيعت ساتنې سيمې په مرکز کې پرته ده. د تبت د خپلواکې سيمې، د سی چوان ولايت او شی نينګ ښار ترمنځ د يو ترانسپورتي مرکز په توګه اوس په دغه سيمه کې جګ جګ دودکښونه نه ليدل کيږي، د ماشينونو شرنګهار هم نه اورېدل کيږي او يوازی دنګ دنګ غرونه رغونه ، څړ ځايونه ، ډنډونه او سيندونه په کې تر سترګو کيږي .

اکا، کثافات مه غورځوئ چې له امله به يي د دريو سيندونو سرچينې ته ککړتيا ورسېږي.

ګرانو اورېدونکو، همدا اوس مو د يوه لومړي ښوونځي د يو زده کوونکي اواز واورېد. ياد شوی کثافات د خلکو په ورځني ژوند کې کارول شوې پلاستيکی کڅوړې دي چې سپين کثافات هم ياديږی. دغه ډول سپين کثافات د يو شو په خپلو اکه ولسوالۍ کې د دريو سيندونو سرچينې ته عمده ګواښ ګڼل کېږی. نو د يو شو د تبتی قوم د خپلواکې ولسوالۍ حکومت د دغې مسئلې د حل لپاره په ٢٠٠٤ کال کې د هغو پلاستيکی توليداتو د منع کولو په اړه د چين لومړی مقرارت خپاره کړل چې يوازی يو ځل استعماليږی. د دغو مقرارتو له مخې، په دغه خپلواکه ولسوالۍ کې د ډوډۍ پلاستيکي قابونو او کڅوړو په شمول دې ورته يو شمېر توليداتو د استعمالولو اجازه نشته او د دغه کار سرغړونکو ته سخته سزا ورکول کيږي

د سپينو کثافاتو د مخنيوي په اړه د دغې ولسوالۍ د چاپيريال ساتلو ادارې مرستيال ما چنګ ده خبريالانو ته وويل چې پر ايکولوژيکی چاپيريال د اتکا له لارې سيلانۍ او کرنيزو توليداتو چمتو کولو چارې د دغې خپلواکې ولسوالۍ په اقتصاد کې مهم ځای نيسی، نو د ايکولوژيکی چاپيريال ساتل د يو شو د تبتی قوم د خپلواکې ولسوالۍ لپاره ډېر زيات اهميت لری. د دريو سيندونو د سرچينې په نامه د طبيعت ساتنې سيمې د مرکز په توګه د يو شو خپلواکه ولسوالۍ بايد د سپينو کثافاتو د مخنيوي په اړه يوه نمونه جوړه کړي. ده وويل

په پيل کې د سپينو کثافتونو مخنيوی له زياتو ستونزو سره مخامخ و او ځايي وګړيو په دې اړه سمه پوهېدنه نه درلوده. د ځينو کسانو په أند، د چينګهای ولايت د مرکز شی نينګ او د هېواد د پلازمېنې بېجينګ په شمول زياتو لويو

ښارونو کې لا اوس هم پلاستيکي کڅوړې لاهم استعماليږي ، نو ولی د يوې کوچنۍ او ليرۍ سيمې په توګه يو شو ولسوالۍ کې د دغه ډول شيانو د استعمالولو اجازه نشته چې له امله يې د وګړيو ورځني ژوند ته څه ستونزې او تکليفونه رسېږی ؟

د دغو ستونزو په وړاندی د دغې ولسوالۍ د چاپيريال ساتنې ادارې په جلا جلا توګه د دغه ډول شيانو د پلورنځيو او د سيلانۍ چارو ادارې په شمول له څو اړوندو ارګانونو سره يو لړ اړوند تړونونه لاسليک کړي چې له مخې يي په ښوونځيو، حکومتی او پوځي ارګانونو کې د چاپيريال ساتلو په اړه تبليغاتی فعاليتونه تر سره کړي او هره اوونی يې په ځايی ټليويزيون کې اړوند تبليغاتی فلمونه خپروي چې په دې هکله د زياتو وګړيو شعور لوړ کړي.

په همدې مهال اړوندو څانګو هم ځانګړي تدبيرونه غوره کړي او اړونده څارنه يې پياوړې کړې ده. په دې اړه د چاپيريال ساتلو ادارې مرستيال ما چنګ ده خبريال ته وويل

زموږ ادارې په دې اړه يو لړ لارې چارې او تګلارې ټاکلې دي. له ٢٠٠٥ کال څخه تر ٢٠٠٦کال پوری دوه کلونه د ادارې او څارنې پړاو دی او روان کال د پياوړتيا مرحله ده.

د دغو مقرارتو د پلی کولو د پيل له وروستيو څو کلونو راهيسی د سپينو کثافتونو د مخنيوي او د دريو سيندونو د سرچينې ساتلو په اړه سمه پوهېدنه او پيژندنه ورځ په ورځ د وګړيو په زړونو کې پياوړې شوې او دغه مقرارت هم اغېزمن شوي دي. زموږ خبريال د جې ګو علاقه دارۍ په يو بازار کې له ښاغلي وانګ سره مخامخ شو چې تازه يې خپل کار ته پای ته رسولی و. د پلاستيکی کڅوړو کارولو د مخنيوي په اړه له ده څخه د

خبريال د پوښتنې پر وخت ښاغلي وانګ وويل

څرنګه چې د پلاستيکی کڅوړو کارولو مخنيوی د چاپيريال ساتلو لپاره ګټور دی. پلاستيکی کڅوړه پر چاپيريال منفی اغېزه کوي، نو موږ د چاپيريال ساتلو لپاره کارول شوي ورځپاڼې استعمالوو.

د جی ګو علاقه دارۍ با تانګ سيمه د شپنو د استوګنې سيمه ده. پخوا د دغې سيمې د چمنونو په ګوټ ګوټ کې رنګارنګ پلاستيکی کڅوړې ليدل کېدې چې يو شمېر غوايان او پسونه د دغو کڅوړو له خوړلو وروسته مړه شوي او د شپنو ژوند ته هم ګواښ رسيدلي وو. د دغې سيمې يو اوسېدونکي شپون ګا ما چينګ مې خبريال ته وويل

پخوا په چمنونو کې ډول ډول پلاستيکي کڅوړې ليدل کېدې. زيات شمېر غويان او پسونه په بی پروايۍ سره د دغو پلاستيکی کڅوړو د خوړلو له امله مړه شوي دي. د بېلګې په توګه څو کاله مخکې زما لخوا له روزل شويو يو زر غوايانو څخه نيمه برخه د ياد شوي علت له امله مړه شول.

د سپينو کثافتونو له مخنيوي څخه زيات ګټه اخيستونکي شپانه دي. په دې اړه ښاغلي ګا ما په خوشحالۍ سره وويل

زه د دغې تګلارې زيات ملاتړ کوم چې له مخې يې د شپنو لپاره يوه لويه ستونزه حل شوې ده او اوس په ډاډمنه توګه غويان او پسونه روزل کيږي.

د سپنيو کثافتونو د مخنيوي په ترڅ کې اړوندې څانګې په دې ښې پوه شوي چې د ايکولوژيکی چاپيريال ساتنه بايد د ټولو وګړيو د پوهاوي او ويښتيا لوړولو په مټو ترسره شی . په دې اړه د يو شو د تبتی قوم خپلواکې ولسوالۍ د چاپيريال ساتنې په اړه د معلوماتو خپرولو لپاره نه ستومانه کېدونکي کوښښونه کړي دي. د بېلګې په توګه د ماشومانو لپاره اړونده ښوونه پياوړې شوې ده. د دغې سيمې د هونګ چی په نامه لومړي ښوونځي کې هره اوونی د زده کوونکو لپاره د چاپيريال ساتنې يو يا دوه درسونه او د عکس اخيستلو او د نقاشۍ انځورولو په شمول اړوند فعاليتونه برابريږی او زده کوونکي تل د کثافتونو راټولولو لپاره د أس ځغاستې ډګرونو او چمنونو ته ځي.

د چاپيريال ساتلو درسونو ته په دوام ورکولو سره د هونګ چی ښوونځي يو شمېر غوره زده کوونکي د چاپيريال د وړوکيو ساتونکيو په توګه ټاکل شويدي. د هرې رخصتۍ پر وخت دوی له اړوندو کارکوونکو او چارواکيو سره يو ځای د چاپيريال ساتلو تبليغاتی فعاليتونه تر سره کوي او وګړي د چاپيريال ساتلو پر اهميت پوهوي. لاندينې خبرې مو د دغه پروګرام په پيل کې اوريدلی وې.

اکا، کثافات مه غورځوئ چې له امله به يي د دريو سيندونو سرچينې ته ککړتيا ورسېږي.