<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-10-10 19:33:13    
چين ماشومانو ته د سپکو خوړو د لګښتونو په اړه د لارښوونې تړون تدوين کړ

cri

د ټولنې او اقتصادی د پرمختګ او د خوراکونو د جوړښت له بدلون سره سره سپک خواړه خوراکونه د چين د ماشومانو په ورځنی ژوند کې ډېر مهم ځای نيسي. د چين د روغتيا وزارت له خواد کار پوهانو يوې ټاکل شوې ډلې ماشومانو ته د سپکو خوړو د لګښتونو په اړه د لارښوونې تړون تدوين کړ چې په معقوله توګه د سپکو خوړو د لګښتونو په اړه د ماشومانو لارښوونه وکړي.

په وروستيو ورځو کې په چين کې د ماشومانو د خوراکونو په لګښتونو کې د سپکو خوړو پلورنې اندازه ډېره زياته شوې په تېره بيا له ٢٠٠٠ کال څخه تر ٢٠٠٤ کال پوری يې زياتوالی چټک شوی دی. د چين د ناروغيو د مخنيوی او کنترول مرکز د غذا او خوړو د امنيت په اړه د سپکو خوړو په هکله يوه ځانګړې پلټنه تر سره کړه چې له مخې يې په چين کې په سلو کې شپيته هغه ماشومان هره ورځ سپک خواړه خوري چې عمرونه يې له دريو کلونو څخه تر اوولسو کلونو پوری دي.

په چين کې د زيات شمير ماشومانو د پلرونو او ميندو په نظر د سپکو خوړو خوړل يو بد عادت دی، خو اړوند کارپوهان دې ته اشاره کوي چې سپک خواړه د ماشومانو پر روغتيا ښه اغيزه لري. د چين د ناروغيو د مخنيوی او کنترول مرکز د غذا او خوړو د امنيت ساتلو څانګې ډاکترې يو دونګ می وويل په علمې توګه ويلی شو چې يوه خوا سپک خواړه د ماشومانو د خوراک خوړلو پر بهير بده اغيزه لري او د بدن وزن يې ور سره زياتېږي. خو بله خوا په معقوله توګه د سپکو خوړو او خوراک د درې ځله عادی خوراک تر منځ لوږه ځنډوالی شي.

د کارپوهانو په وينا سپک خواړه پر عادی خوراک سربيره ماشومانو ته انرژۍ او غذا برابروی په تېره بيا د هغو ماشومانو لپاره ډېر ګټور دی چې د ودې بهيرنې چټک دی او زياته انرژۍ کاروي. د يوې پلټنې له مخې په چين کې د هغو ماشومانو په خوراکونو کې چې عمرونه يې له دريو کلونو څخه تر اوولسو کلونو پوری دی، سپک خواړه په سلو کې اووه اعشاريه اوه انرژۍ او نوره غذا برابروی.

کارپوهانو په علمي او معقوله توګه د سپکو خوړو خوراک او د ماشومانو د ودی د دوام جدی پلټنه او څارنه کړې او په نورو هېوادونو او سيمو کې د سپکو خوړو د لګښتونو د اصولو پر بنسټ يې په پای کې د چينی ماشومانو لپاره د سپکو خوړو د لګښت په اړه د لارښوونې تړون تدوين کړ.

په دغه تړون کې د ماشومانو لپاره د سپکو خوړو د خوراک په اړه د علمی لارښوونې نظريی وړاندی شوی دی. د بيلګی په توګه پاک او طبيعی سپک خواړه او هغه خواړه چې هضمول يې اسان دی او دغه راز شيدې، ميوه، سابه او وچه ډوډی بايد زيات وخوړل شي. خواږه او مالګين سپک خواړه بايد کم وخوړل شي. د عادی ډوډی خوړلو پر وخت بايد سپک خواړه بايد ونه خوړل شي. په دغه تړون کې له ماشومانو او د دوی له پلرونو او مينو سره د مرستې لپاره په معقوله توګه له بيلا بيلو سپکو خوړو څخه د ګټورو خوړو د ټاکنې تفصيلي نخشه جوړه شوې او په دې هکله وړانديز شوی چې کوم ډول سپک خواړه تل وخوړل شي، کوم کم وخوړل شي او کوم هېڅ ونه خوړل شي.