د سين هوا اژانس د خبر له مخې: د روان کال د اکتوبر نولسمه نېټه د چونګ يانګ په نامه د چين له دوديز جشن سره برابره ده. د روايت له مخې: د چيني ملت سلف هوانګ دي په همدې ورځ د ښامار په سپرلي اسمان ته والوت . د چونګ يانګ په نامه د جشتن په ورځ د هوانګ دي د يادونې درانده مراسم به د چين د شمال لويديځ د شان سي ولايت د هوانګ لينګ ولسوالي د هوانګ دي په مقبره کې پرځای شي. په دغه فعاليت کې به د ونو د ايښودلو فعاليت هم تر سره شي.