<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-10-11 17:54:08    
باران

cri

ټولو ته معلومه ده چې د نړۍ په شمال او جنوب کې دوه قطبونه شته يعنی جنوبی قطب او شمالی قطب٠ د جنوبی امريکا د چيلی په شمالی صحرا کې داسی يو ځای شته چې نوم نه لری، له ١٨٤٥ کال څخه تر ١٩٣٦ کال پوری په يو نوي کالونو کې حتی يو څاڅکی باران هم پکې ونه اوريد، دغه ځای سمندر ته نژدی پروت دی ، ولی باران نه پکې اوريږی؟ لامل يی دا دی چې نوموړی ځای په هغه ناحيه کې پروت دی چې د زيراستوايی لوړ فشار د زياتو کلونو لپاره نه بدليدونکی دی، دغه راز نوموړی ځای چې سمندر ته نژدی پروت دی، له پيرو څخه راغلی د يخی هوا جريان هم له همدی ځای څخه تيريږی، څرنګه چې د يخی هوا د جران حرارت ډېر ټيټ دی، نو هلته هوا ثابته ده او د هوا جريان نه پورته کيږی، سره له دی چې دغه ځای سمندر ته نژدی پروت دی، بخار يی هم لوړی هوا ته نه پورته کيږی او باران نه رامنځته کيږی، نو دغه ځای ته د نړۍ د وچکالی قطب ويل کيږی٠ د چيلی په دغه ځای کې باران ډېر ډېر کم دی، خو د نړۍ په ځينو ځايونو کې ډېر باران اوريږی، لکه د جنوب لويديځ چين د ګوی جو په ولايت کې په کال کې دوه سوه شل ورځی باران اوری او ددغه ولايت په ځون يی ښار کې حتی په کال کې دوه سوه څلويښت ورځی باران اوريږی٠ خو په چيلی کې يو بل ځای هم شته چې بايافيليکس نوميږی، د کال له دری سوو پنځه شپيتو ورځو څخه يوازی څلويښت ورځی باران نه پکې اوريږی، په نورو درو سوو پنځه ويشتو ورځو کې باران پکې اوری٠ پوښتنه دا ده چې ولی په بايافيليکس کې دومره زيات باران اوری، ځواب يی دا دی څرنګه چې بايافيليکس په جنوبی سيمه کې د لويديځ باد تر کنترول لاندی دی او تقريبا هره ورځ له أرام سمندر څخه زياته اندازه بخارونه له سخت باد سره لوړی هوا ته پورته کيږی او باران جوړيږی٠

د هوا پيژندنی له نظره هغه باران ته چې د باران ورځنی اندازه له پنځوسو ميليمترو څخه زياته وی، سخت باران ويل کيږی او د سخت باران د اوريدو له امله کله کله سيلاب پيدا کيږی او انسانانو ته ډېر زيانونه اړوی٠ د ١٩٦٣ کال د سپتمبر په دوهمه نيټه د ختيځ چين د شانګهای په نان هوی ولسوالی کې څلور سوه دوه ديرش ميليمتره باران اوريده، خو د ١٩٦٧ کال د اکتوبر په يوه ورځ د چين د تايوان ولايت په شين لياو کې يو زرو شپږ سوه دوه اويا ميليمتره باران اوريده٠ هغه سخت باران د يادونی وړ دی چې په ١٩٦٩ کال د امريکا د ورجينيا ايالت ته د ډېر شديد طوفان د رسيدو په وخت کې په پنځو ساعتو کې اوه سوه اوه اتيا ميليمتره باران اوريده چې په نتيجه کې په امريکا کې د سلو کالونو په بهير کې ډېر سخت سيلاب رامنځته شو٠