<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-10-11 18:20:06    
په لوړه کې د چاپيريال ساتنې په اړه يو درس

cri

 چينګ های ولايت د چين په لوېديځ کې پروت دی او د أسيا د اوبو ټانک په نامه په نړۍ کې ډېر شهرت لري ځکه چې د چينګ های جهيل او د يانځه، ژيړ او لان څانګ درې سيندونو نه له دغه ځای څخه ګډه سرچينه اخلي . نو د دغه ولايت د طبيعت ساتنې په سيمه کې د ايکولوژيکي چاپيريال حالت په مستقيمه توګه د نيمې برخې نړيوالو له ژوند سره نژدې تړاو لري. چين په وروستيو کلونو کې د دغې سيمې د چاپيريال ادارې او ساتنې لپاره ډېر اړين تدبيرونه غوره کړيدي چې له امله يي په چينګ های ولايت کې ايکولوژيکی چاپيريال په ښکاره توګه ښه شوی دی. لږه موده مخکې زمونږ راډيو يو شمېر خبريالان دغه ولايت ته ولاړل او د خپل سفر په ترڅ کې يې د انسان او طبيعت ترمنځ د هوسأينې په نامه يو لړ راپورونه يي وليکل . اوس به د دغو ارپورونو څلورم راپور واورئ چې نوم يې دی ( په لوړه کې د چاپيريال ساتنې په اړه يو درس ).

ګمان مې کاوه چې تاسی پراخه سينه لرئ ،پروا نه لري که يو سيوري له منځه لاړ شي.

ګمان مې کاوه چې تاسی ټينګ هوډ لرئ، له تصور نه وتلی خبره ده چې ژړا هم کوئ

ځمکه زموږ يوازنی وطن دی ، راځئ چې موږ د تل لپاره ور سره مينه ولرو.

ځمکه زموږ مور ده ، راځئ چې موږ يې په پراخه غيږ کې ښه وده وکړو.

ګرانو اورېدونکو، همدااوس مو يو شعر واورېد چې د چينګ های ولايت د يو شو

تبتي قوم د خپلواکې ولسوالۍ د سره بيرغ په لومړي ښوونځی کې د يوې زده کوونکۍ له خوا ويل شوی او نوم يې دی .

د يو شو تبتي قوم خپلواکه ولسوالی د يانځه، ژيړ او لان څان دريو سيندونود ګډې سرچينې سيمه ده او د لوړې سيمې د جغرافيايي ځانګړتياوو او لوړې سمندري سطحې په اغيزه په دغه سيمه کې ايکولوژيکي چاپيريال ډېر نازک او کمزوری دی. نو د چاپيريال ساتنه د ځايي وګړيو د ژوند يوه ډېره مهمه برخه ده. د ولسوالۍ حکومت هم د ماشومانو په ذهنونو کې د چاپيريال ساتنې ويښتيا د لوړولو لپاره اړين تدبيرونه غوره کوي

د سره بيرغ په ښوونځی کې هره اونۍ په هر ټولګي کې د چاپيريال ساتنې يو درس ورکول کېږي . د پنځم ټولګي يوه تبتی نجلۍ چې سوناباجې نوميږی او د چاپيريال د يوې کوچنۍ ساتونکې په نامه وياړ يي اخيستی ، خبريالې ته وويل

زموږ په ښوونځي کي د اوبو سرچينې د ساتنې او له مورني سيند سره د مينې فعاليت ترسره کېږي ځکه چاپيريال زموږ لپاره ډير ارزښتمن دی . که چاپيريال خراب او ککړ شی ، زموږ وطن به هم ويجاړ او تباه شی. ډيره وياړم چې د دريو سيندونو د ګډې سرچيني د ساتلو لپاره خپل اړين خدمت کوم . زموږ سيمه د دريو سيندونو ګډه سرچينه ده ، که د دغو سيندونو په پاسنۍ برخه کې اوبه ککړې شی ، نو لاندنۍ برخې ته به هم زيانونه ورسېږي .

له سوناباجې سره د مرکې په ترڅ کې يوې بلې نجلۍ چن جين ين هم د چاپيريال ساتنې په هکله د خپلو هڅو په اړه خبريالې ته وويل:

زه هميشه پلار او مور ته وايم چې پلاستيکي کڅوړې مه غورځوی چې دا ډول کڅوړې ترځمکې لاندي نه حليږي او چاپيريال ته ککړتيا رسوي.

دا د چاپيريال ساتنې په هکله د مبلغانو او پلی کوونکو يوه موخه ده . ماشومان نه يوازی د چاپيريال ساتنې په هکله په ښه توګه معلومات تر لاسه کوي، بلکې خپروي يې هم . دوی د دغو معلوماتو اخيستلو او د خپلو عملياتو د پلي کولو په بهير کې خپلو پلرونو او ميندو ، ملګرو او شاوخوا وګړيو ته په دې هکله معلومات ورکوي .

د يو شو د دريو سيندونو په سرچينه کې د چاپيريال ساتنې ټولنې مشرې جوماچينشيو چې په لومړيو ښوونځيو کې زده کوونکو ته د چاپيريال ساتنېپه اړه معلومات ور کوي ، خبريالې ته وويل چې د شنې زانګو په نامه د پروګرام عمده دنده د جي ګو علاقه دارۍ په پنځو ښوونځيو کې تجربوي درسونه ورکول کيږي او دغه پروګرام به د دغې علاقه دارۍ ټولو ښوونځيو او حتی نورو ولسواليو او سيمې ته خپور شی.

جوماچينشيو هانکانګۍ ده او په ياده شوې ټولنه کې يي نهه مياشتې کار کړی دی . مخکې له دېنه يي په هانکانګ کې د لسو کلونو لپاره د طبيعت ساتنې دنده پر غاړه درلوده . دې وويل

دلته ايکولوژيکی چاپيريال ډير نازک او هم ډير مهم دی .ډير کسان د عبادت کوونکو غوندي

دلته راځي چې له دې څخه ددغې سيمې ښکلا څرګنديږي. په هانکانګ کې مې د طبيعت ساتنې دنده تر سره کړې چې له امله يې اوس له طبيعت سره ډيره مينه لرم . زما په نظر دلته ډير ښکلی دی ، خو له بده مرغه د ککړتيا سرعت يي هم ډير چټک دی . غواړم چې د اوږدې مودې لپاره دلته پاتی شم او د سيمې د بڼې د بدلولو لپاره خپل هاند او کوشش وکړم .

له وروستيو شلو کلونو راهيسې وګړيو ګام په ګام د چاپيريال ساتنې اهميت پيژندلی دی په تيره بيا د چين په شمال لويديځ ګوښه ځاي کې دا موضوع د وګړيو د پاملرنې وړ ګرځيدلې ده. پيغلې جوماچينشيو د خپلو کارونو د يادونې په وخت کې په ژوره توګه دا خبره حس کړې چې تبتي وګړي د چاپيريال له ساتنې سره ډيره علاقه لری ، خو په دې هکله ددوی معلومات هم ډير کم دي. پيغلي جوماچينشيو خپلو خبرو ته دوام ورکړ او و يي ويل

په حقيقت کې د مالدارانو دوديز ژوند د چاپيريال له ساتنې سره سمون لري ، خو نن ورځ ډير توليدات او د ژوند سامان الات له بهر څخه دې لوړې ته ننوتلي دي . د بېلګې په توګه اوس مالداران د اس سپرلۍ پر ځاي موټر توسايکل چلوي ، پلاستيکي کڅوړې ډيرې دي چې دغه ټول چاپيريال ته د ککړتيا سبب دی. دغسي شيان پخوا نه وو، پخوا دوی هغه شيان استعمالول چې په دواملرونکی توګه

استعماليداي شی.

ددې لپاره چې مالدارانو ته د چاپيريال ساتنې په اړه معلومات ورکړل شي ، پيغله

جوماچينشيو کله نا کله ددوی لپاره اړوند کورسونه جوړوي . ددې په نظر ددې لپاره چې د وګړيو په ذهنونو کې د چاپيريال ساتنې ويښتيا او شعور د اوږدې مودې لپاره

پاتې شی ، بايد ماشومانو ته په دې هکله معلومات ورکړل شی .

همدااوس مو يوه سندره واوريده چې شعر يي دا دی _ کوچنی تخم په پټ ډول په ځمکه کې ښخ شوی ، دی له خوبه د پسرلي د نسيم په معطرې وږمې کې راويښ سو . له ښوونځي څخه د خبريالې د وتلو په مهال د چاپيريال ساتنې درس هم پاي ته ورسيد.

هر تن يو وړوکی تخم دی او بايد د چاپيريال ساتنې معلومات په خپل زړه کې وساتي او نورو ته يې خپاره کړي لکه تخم چې وده کوي چې په دې توګه به د چاپيريال پالونکي ورځ په ورځ زيات شی او چاپيريال به ګام په ګام ښه شي.