<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-10-12 10:54:59    
بهرنۍ خبري رسنۍ د چين د کمونست ګوند اوولسم ملی کانګرس ته پاملرنه کوي.

cri

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې: بهرنۍ خبري رسنۍ د چين د کمونست ګوند اوولسم ملی کانګرس ته ډېره پاملرنه کوي چې په تېرو څو ورځو کې د بېلا بېلو هېوادونو عمده خبري رسنيو په جلا جلا توګه د دغه کانګرس ، د چين د پرمختيايی برياليتوبونو او راتلونکي پرمختګ په اړه خبرونه ورکړي دي.

د فرانسی د اروپا نوويليس په نامه ورځپاڼې چې په چينی ژبه خپريږي د اکتوبر په نهمه نېټه په لومړی پاڼه کې په فرانسی کې د چين د کمونست ګوند د اوولسم ملی کانګرس ته د اوسيدونکوچينايانو پاملرنې په نامه يو مضمون خپور کړی او له لسمې نېټې څخه په ځانګړی پاڼه کې د دغه کانګرس په اړه مخکنی راپورونه خپروي.

د جاپان د اساحي شاينبون ورځپاڼې د اکتوبر په لسمه نېټه د يو راپور په خپرولو سره د عملی پرمختګ په هکله د چين د کمونست ګوند د مشر هو جين تاو له خوا د وړاندی نظر توضيحات ورکړی.

د کوريا جمهوريت او المان خبري رسنيو هم په جلا جلا توګه د دغه کانګرس په اړه راپورونه خپاره کړي دي.