<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-10-12 18:26:42    
تين باتر : هيله ده چې زموږ دښتې د تل لپاره شنې شي

cri

تين باتر: (( هيله ده چې زموږ دښتې به تل تر تله په شنو وښو پوښل شي چې وګړي په کې په ښه توګه ژوند وکړي. ))

دغه څرګندونې د چين د داخلی مغولستان د خپلواکي سيمی د شيليګوله ښار د اباګه ولسوالۍ د ساژوله تويا کلي د ګوندی کميتې مشر تين باتر وکړې چې دوه پنځوس کلن دی. تين باتر د داخلی مغولستان په مرکز هو هه هاو ته ښار کې زېږېدلی او په ١٩٧٤ کال کې تين باتر چې په هغه وخت کې نولس کلن و، له نورو څلويښتو ځوانو ملګرو سره يو ځای د چو پانۍ لپاره شاژوله تويا ته ورسيد چې تر اوسه پوړرې يې د دری ديرشو کلونو لپاره د دښتو د ايکولوژيکي چاپيريال د ساتنې او د مالدارانو د شتمنۍ لپاره کوښښونه کړي دي.

نن ورځ شاژوله تويا کلی نه يوازی ښکلی طبيعی منظری لري، بلکې ايکولوژيکی چاپيريال يې هم ډېر ښه دی. خو د تېرۍ پيړۍ په اتمه لسيزه کې په دغه ځای کې له ټاکلی اندازې نه د څارويو د ډېر روزنې له امله دښتې له صحرايې کيدو سره مخامخ وې او مالدارانو بی وزلی ژونددرلود. په هغه وخت کې مالدارانو د تين باتر په مشرۍ دوديزې توليدی لارې چارې بدلې کړې او د پسونو له روزنې نه د غواګانو روزنې ته واوښتې، بر سېره پردې، تين باتر خپلې دښتې په نهو برخو وويشلی او د هر فصل سره سم يې په وار سره د پسونو او غواګانو روزنه وکړه.له دې وروسته نه يوازی د تين باتر کورنۍ عايدات زيات شوي، بلکې دښت يې ښوالی وموند. کليوالو له تين باتر څخه ښې لارې چارې زده کړې. دغه

راز دوی د چوپانۍ يوه بله ښه لار ولټوله چې له خپل کور څخه په ليری

ځای کې د غواګانو او په نژدی ځای کې د لنګو غواګانو روزنه کوي.

د يو لړ تدبيرونو له نيولو وروسته د دغه کلی د دښتو ايکولوژيکې چاپيريال ښه شو او د مالدارانو عايدات ګام په ګام زيات شوي دي. د دې ترڅنګ په دغه کلی کې د شيدو د راغونډولو يو مرکز هم جوړ شوی. اوس يوازی د شيدو د پلورلو له لارې د مالدارانو عايدات نيمه برخه زيات شوي. اوس په دغه کلی کې د هر وګړی کلنی منځنی عايدات لس زره يوانو ته رسېږي.

د نوی کلی د جوړولو په اړه تين باتر خپل نظرونه لري. د بېلګې په توګه د تين باتر په کلی کې اتيا کورنۍ او دری سوه تنه مالداران شته، خو پراخوالې يې څلور سوه او ديرش مربع کيلومترو ته رسېږي. نو تين باتر وويل چې که مالداران سره يو ځای ژوند او توليد وکړي، دښتې به له سختو زيانونو سره مخامخ شي. نو په کلی کې بايد له سړکونو ، بريښنا او اوبو سره په نژدی ځای کې په جلا جلا توګه د غواګانو، چرګانو او کبانو د روزنې بېلا بېلې اډې جوړې کړي چې مالداران وکولی شي په بېلا بېلو ځايونو کې ژوند او کار وکړی او دا به د دښتو د ساتلو لپاره ګټور وي.

تين باتر وويل: زه بايد د يوه ګوندی غړي په توګه په ريښتنې توګه کار وکړم او خلکو ته ښه خدمت وکړم.