<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-10-12 18:40:19    
په شپه د سي نينګ ښار د وګړيو کلتوري فعاليتونه

cri
 د هنر او کلتور پروګرام په ننۍ کړۍ کې به د چين په شمال لوېديځ کې چينګ های ولايت د سي نينګ ښار ته ولاړ شو چې په دغه ښار کې په شپه کې د وګړيو کلتوري فعاليتونو وګورو.

هره شپه د اوو بجو په شاو خوا د سي نينګ ښار مرکزي ډګر د خوشالۍ له فضا څخه ډک وي. هلته د عصری نڅا، نړيوالې معياري نڅا او ګډې سندرې په ګډون بېلا بېل کلتوري فعاليتونه تر سره کېږي. د دغه ډګر په مرکز کې سل ګونه کسان په يوې ښکلی تبتي قومي سندرې سره په يوه کړۍ کې نڅا کوي.

همدااوس مو د ګوه جوان په نامه د تبتي قوم د يوې ولسی نڅا موسيقي واورېده. د ګوه جوان نڅا په تبتي ژبه کې د ډله ايزې نڅا معنا لري او زر کلن تاريخ لري. په فارغه وخت کې يا د جشنونو په ترڅ کې نارينه او ښځې په يوه ګډه کړۍ کې دغه نڅا کوي. د ګوه جوان نڅا ډېره طبيعي او ښکلی ده چې د تبتي قوم ځانګرتياوې لري.

اکا ليو د دغه فعاليت يو مسؤل دی. له دوه زره او دريم کال راهيسی يې هره شپه په دغه ډګر کې د ګوه جوان نڅا کړي ده. ده وويل:

د ګوه جوان نڅا له يوې تبتي دوديزې نڅا څخه بدل شوی او اوس يوه مروجه نڅا ده. زموږ دغه نڅا ډېره خوښېږي. دغه نڅا زمونږ د چينګ های ولايت يوه ځانګړتيا ده. موږ کولای شو چې د دغې نڅا له لارې خپل بندني تمرين

وکړو. نو دغه نڅا بايد مروجه او خپره شي.

په نڅاکوونکو کې د ماشومانو، سپين ږيرو،تبتي قومي کسانو، ښاريانو اوکليوالو په ګډون بېلا بېل کسان موجودي دي. د دوی قومونه ، عمرونه او کارونه ډېر توپير لري، خو د هر سړی پر مخ خندا څرګندېږي. که څه هم يو شمېر کسان په ښه ډول دغه نڅا نه شی کولی، خو د دوی خوشالۍ په ښکاره توګه ليدل کېږي. پيغلې ما د يوازی له دوو مياشتو راهيسی د ګوه جوان نڅا زده کړې ده. په پيل کې يې د وزن د کمښت لپاره دغه نڅا کوله خو ورپسی د دغې نڅا کول د دې لپاره په يو عادت بدله شوی ده.

د نندارچيانو په ډله کې يو بهرنی هلک د ويډيو ماشين په وسيلې دغه نڅا ثبتوله دغه نڅا اخلي.ده وويل

دا زما لومړی ځل دی چې چينګ های ته راغلی يم او دغه نڅا مې ليدلی ده. زه غواړم چې دغه نڅا زده کړم او نورو کسانوسره په ګډه نڅا وکړم. دا به ډېر ښه وي.

لږه موده وروسته دغه هلک د ډګر جنوب ختيځې برخې ته ځيٍ. دلته د لرغونيو سندرو يوه ګډه ننداره تر سره کېږي.

په دغه ننداره کې ډېر ګډون کوونکی زاړه کسان دی چې له خپلو کارونو څخه تقاعد شوی. دوی ټول قوي او تکړه دی او په جدي توګه د دوی د سندرو کتابونو ته ګوري. مېرمن جوان په دغو کسانو کې تر ټولو زياتې هڅې کوي. دې وويل

مونږ په بی اختياره توګه دلته سندره وايو او ډېر خوشاله يو چې دغه لرغوني سندرې وايو.

د دغه فعاليت مسئول ښاغلی سون وويل د دغې ډلې لارښوونکی او کارکوونکی په پراخه توګه دلته نندارې کوي. دغه ننداره نه يوازی د ښاريانو خوښيږی او له حکومت څخه يې ملاتړ تر لاسه کړی ، بلکې د نړيوالو دوستانو پاملرنې يې هم راجلب کړي دي.ښاغلی سون وويل

د روان کال په دوبی کې سي نينګ ښار او د سينګاپور د سيلانۍ له يوې ډلې سره د سندرو ويلو يوه ګډه ننداره وړاندی کړه چې د چين او سينګاپور د وګړيو ترمنځ يې دوستی پياوړې کړې ده.