<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-10-12 19:15:46    
کوچنی اختر

cri
د چين د نړيوالې راډيو قدرمنو اورېدونکو زما خوشحال تايب نېکې هيلې او سلامونه ومنۍ هيله ده چې د روژې مبارکه مياشت مو په خوښۍ او خوشحالئ او بشپړ عبادت سره تېره کړي وي،او دادی له خوښيو څخه ډکې د کوچني اختر ورځې راورسېدې.

درنو دوستانو کوچنی او لوی اختر دواړه د نړۍ د ټولو مسلمانانو لخوا لمانځل کيږي،خو په هر هېواد او ټولنه کې يې د لمانځلو بڼې لږ څه توپير سره لري،چې په ننني پروګرام کې به په همدې موضوع لږ څه سره وغږيږو،دلته په ستوديو کې له ما سره زما همکاران مېرمن وې وي او احمد ځلمی هم ناست دي لمړی به دوي ته هم د اختر مبارکي ووايم او خپله پوښتنه به له احمدځلمي څخه چې د چين له مسلمانانو څخه يو دی پيل کړم:

-- محترم ځلمی په افغانستان خلک د اختر لپاره ډېرې تيارۍ نيسي،زياتره خلک تر خپلې وسې پورې نوې جامې اخلي،اوکه نوې جامې ونلري نو کوښښ کوي چې خپلې ښکلې او پاکې جامې پر تن کړي،او د اختر په دريو ورځو کې له خپلو دوستانو سره په مينه او خوښۍ سره ليده کاته وکړي،او ښه او خوندورو خواړه خوري ،دلته په چين کې دود څنګه دی؟

درنو اورېدونيکو دغه پروګرام همدلته اورېدللای شئ.