<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-10-12 20:29:19    
د يي نينګ ښار

cri

د يي نينګ ښار د چين د شينجيانګ د ويغوري قوم د خپلواکې سيمې په شمال لويديځ کې پروت دی ، دغه ښار د قزاقستان د جمهوريت سره ګډه سرحدي کرښه لري، د يي نينګ په سيمه کې يو مليون اته لکه او ديرش زره تنه ژوند کوی چې د ښار په ښاري سيمه کې د ويغور ، هان ، قزاق ، خوي په شمول د ١٣ قومونو يو لکو اتيا زره تنه اوسيږي د يي نينګ د سيمې عمومي مساحت ٦٣ زره مربع کيلومتره دی په دې سيمې کې اورښت زيات دی او ځمکه يې حاصل خيزه ده ، پيداوار يې زيات دی او ډير زيات ښکلې منظره لرونکي ځايونه لري ٠

د يي نينګ په سيمه کې معدني پيداوار د سکرو ، اوسپنې ، د سرو او سپينو زرو، مسو په شمول څه دپاسه شپيتو ډولو ته رسيږي ، دا سيمه په پخوانۍ زمانه کې د وريښمينې لارې په اوږدو کې يو مهم ځای و ، په دې سيمه کې ښکلې طبيعي منظرې او زيات د ليدو وړ ځايونه او قديمي اثار شته او بې شميره چيني او بهرني سيلانيان ځانته ورجلبوي

د يي نينګ ښار شمال خوا ته په ١٥٠ کيلومترۍ کې يو لوي جهيل شته چي ساليمونوميږي ددې جهيل عمومي مساحت تقريبأ شپږ سوه مربع کيلومتره دی او د اوبو مساحت يې ٤٥٧ مربع کيلومترو ته رسيږی ٠ دا جهيل د سمندرله سطحې نه د ٢٠٧٣ مترو په لوړځای کې پروت دی او د جهيل ډير ژور ځای نوي متره ژوروالی لري ٠دا جهيل د شينجيانګ په لوړځای کې تر ټولو نه پراخ جهيل دی ٠ په دې وروستيو کلونو کې په دې جهيل کې يو ډول لوي حيوان راښکاره شوی دی چې شکل يې لکه د کرګدن په شان ښکاري ، دا حيوان تور رنګ او درې متره اوږدوالی لري ، او له خولې څخه يې پاشل شوي اوبه د ستون په شان څو مترو لوړوالي ته رسيږي ٠ دا حيوان په حقيقت کې څه ډول يوحيوان دی او په څه وخت کې راپيدا شوی دی تر اوسه پوري دا د خلکو دپاره يوه نه حل شوې معما ده ٠

د سالمو جهيل شاوخوا ځايونه هوار دي او په دوبي او مني کې شنه چمنونه او ډير زيات ښکلي ګلان په پراخه توګه غوړيږي ، مالداران په دې هوارو او پراخو څړځايونو کې پسونه او أسان پيايي ٠د هرکال په جوﻻي او اګيست کې قزاقيان او مغوليان په دې ځای کې قومي ځانګړي لوبې جوړوي ، مثلأ د وزلوبې ، د أسانو ځغاستې او پهلوانۍ په شمول په زياتو لوبو ﻻس پوري کوي ٠

برسيره پر دې د يي نينګ په سيمه کې يو بندر هم شته چې خورګوس نوميږي ٠ دا بندر د يي نينګ ښار څخه يو سلو پنځوس کيلومتره ليری دی ٠ دا بندر لويديځي خوا ته د شينجيانګ د دروازې د خلاصولو دپاره يوه مهمه کړکۍ ګڼل کيږي ٠ همدا شان خورګوس د چين او د خپلواکو هيواونو د اتحاد ترمنځ يو لوي سوداګريز بندر دی، دخورګوس اوسنی بندر په يو مشهور کوچني سرحدي ښار بدل شوی دی ٠