د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د المان پارلمان د اکتوبر په دوولسمه نېټه په افغانستان کې د هغه هېواد د ميشتو سوله ساتيو پوځيانو د ماموريت مودې اوږديدو لايحه تصويب کړه.
د خبر له مخې: په همدې ورځ د پارلمان د پنځه سوه يو اتيا غړيو په رايی ورکونې کې څلور سوه او څلور پنځوس تنو موافقی رايی ورکړې. د المان د دفاع وزير فرانز جوسيف جونګ وويل په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د نړيوالو ائتلافی ځواکونو د کارونو د ملاتړ لپاره په دغه هېواد کې د المان د ميشتو سوله ساتيو پوځيانو ماموريت موده يو کال اوږده شوې چې د پلان له مخې د روانې مياشتې په دوهمه لسيزه کې پای ته رسيده.
هغه زياته کړه چې د لايحې له مخې د المان حکومت به له افغانستان سره خپلې مرستې ته دوام ورکړي چې د دغه هېواد د پوليسو او پوځ د روزنې او د بيا رغونې په کارونو کې ګډون وکړي.