ګرانو اوريدونکو ! السلام عليکم ! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه احمد ځلمی هرکلی کوم ! زمونږ دغه پروګرام هره اوونۍ د شنبې په ورځ خپريږی چې د اوريدونکيو بيلابيلو پوښتنو ته ځوابونه پکی ورکوو . هېله لرم چې د ليکونو او بريښناليکونو له لارې له مونږ سره اړيکې ونيسی او خپلې بيلابيلې پوښتنې راواستوئ !
ګرانو دوستانو ! د پاکستان د صوبه سرحد له مانسهرې څخه يو اوريدونکی محمد اويس امين په خپل ليک کې له مونږ څخه دوې پوښتنې وکړې : لومړی ، په چين کې خلک کريکيټ لوبه کوي که نه ؟ او دوهم ، په چين کې مشهوره ترانه کومه ده ؟
ګرانو اوريدونکو ! په چين کې خلک په عمومی توګه کريکيټ لوبه نه کوي . دلته خلک د پينګ پانګ ، باسکتبال ، فوتبال او واليبال په شمول داسی لوبې کوي . له دی نه پرته ګونګ فو يا وو شو لوبه په چين کې هم مروجه ده چې د چين يو ډول عنعنوی ورزش دی . په چين کې ډير خلک ګونګ فو يا وو شو خوښوی ځکه چې دغه لوبه د خلکو د روغتيا لپاره زياتې ګټې لری . اوس ډير زيات بهرنيان هم له وو شو سره مينه لری او د وو شو د زده کړې لپاره چين ته راغلی دی . د خبر له مخی ، د بيجينګ د ٢٠٠٨ کال د اوليمپيک په سپورټی لوبو کې وو شو د يوې ځانګړی لوبې په توګه وړاندی شی . د نړۍ په بيلابيلو هيوادونو کې د ووشو مينه والو ګډه هيله دا ده چې وو شو د اوليمپيک په سپورټی لوبو کې د يوې رسمی لوبې په ټوګه داخل شی .
( موسيقی )
ګرانو دوستانو ! د چين خلک د نورو هيوادونو په شان له موسيقی سره ډيره مينه لری . خو بيلابيل خلک بيلابيلې سندرې خوښوی . د بېلګې په توګه زاړه خلک په عمومی
توګه د چين ملی سندرې خوښوی او ځوانان له پاپ سندرو يا مروجو سندرو سره شوق او ذوق لری .
د بېلګې په توګه مېرمن سونګ ځو ينګ يوه ملی سندره غاړې ده او سندرې يی ډيرې خوږې او په زړه پوری دي . هغه د چين د موسيقی له مرکزی پوهنځی څخه فارغ شوه او د ماستر درجه سکالړشيپ يی ترلاسه کړی دی . اوس به د دی يوه په زړه پوری سندره سره واورو !
( موسيقی )
ددغې سندرې نوم ښه او نيکمرغه ورځ ده او له دغې سندرې څخه د خلکو نيکې هيلې او خوښی څرګنده شوې ده . نو دغه سندره په چين کې ډيره مروجه ده او حتی کله کله د هيواد په هرځای کې اوريدل کيږی .
تر دی څنګ د پاپ مسيقی په ساحه کې مشهور سندرغاړی هم ډير زيات دی . اوس يوه ځوانه سندره غاړې چې جانګ ليانګ ينګ نوميږی ، ډير شهرت لری . هغه په ١٩٨٤ کال کې زېږيدلی او اوس لاهم د سی چوان د بهرنيو ژبو په پوهنځی کې زده کړه کوي . نوموړی نه يوازی چينی سندرې وايی بلکې ډيرې ښې انګليسی سندرې ويلی شی .
( موسيقی )
ګرانو دوستانو ! دغه ښکلی سندره د اغلی جانګ ليانګ ينګ له خوا ويل شوه . د زياتو اوريدونکو په اند د دی غږ ډير جګ ،صاف اوښکلی دی .
ګرانو اوريدونکو ! که تاسو غواړی لازياتې چينی سندرې واورئ نو د سی ار ای د پښتو څانګې له انترنټ شبکې څخه وګوری . په دغه ويبسايټ کې د موسيقی ډګر يو پروګرام شته چې پکی د چين د بيلابيلو مشهورو سندرغاړو په اړه ځانګړی خپرونې شته . نه يوازی د دغو سندرغاړو عکسونه ليدل بلکی د دوی سندرې اوريدل کيږی .