د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخی، د چين د کمونست ګوند ١٧ ملی کانګرس به د اکتوبر په ١٥ نېته سهار په بيجينګ کی پرانيستل شی٠ دغه راډيو به د چين د ملی ژبې او انګلسی ، فرانسوی ، هسپانوی ، روسی، المانی، جاپانی، عربی ، مغولی او کوريايی ژبو په شمول د لسو ژبو په وسيله په مستقيمه توګه د پرانيستلو مراسم خپاره کړی٠
د بېلا بېلو هېوادونو او سيمو اوريدونکي به د چين د نړيوالې راډيو او د دغې راډيو د ويبپاڼې له لاری پر وخت د دغه کانګرس د پرانيستلو د درنو مراسمو مستقيمه خپرونه اوريدلای شی٠