د سين هوا اژانس دخبر له مخې ، په وروستيو کلونو کې چين کلتوری ابادۍ ته ډيره پاملرنه کړې چې په دې ساحه کې پانګونې زياتې ، کلتوری تاسيسات ډير او بشپړ او د خلکو معنوی ژوند شتمن شوی دی .
د خبرله مخې ، له ٢٠٠٦ کال څخه تر ٢٠١٠ کال پوری به د چين حکومت د دری مليارد ٩٤٠ مليون يوانو او د ځايی دوه مليارد ٥٠٠ مليون يوانو پانګو په لګولو هغه موخه ترسره کړي چې تر ٢٠١٠ کال پوری په هره علاقه داری کې کلتوری مرکزونه جوړ شی . د دی ترڅنګ چين په ټول هيواد کې له کلتوری سرچينو څخه د ګډې ګټې اخيستلو لپاره يوه پروژه پيل کړې او موخه يی دا ده چې تر ٢٠١٠ کال پوری به په ښارونو او کليوالو سيمو کې د کلتوری خدمت د ديجيتل سيستم جوړ او په هره ولسوالی او علاقه داری کې د انترنيټ خدمت پيل شی .