د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د چين د کمونست ګوند د اوولسم ملی کانګرس استازي او د هېواد د پوهنې ملکيت حق اداری مشر تيان لي پو د اکتوبر په ديارلسمه نېټه د سی ار ای راډيو له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې پر دې ټينګار وکړ چې د چين حکومت د پوهنې ملکيت حق د ساتلو په موخه د ناقانونه نشراتي شيانو پر ضد د مبارزې پر دريځ ټينګار کوي او په پر له پسی توګه به دغه کارونه تر سره کړي.
هغه وويل د چين د کمونست ګوند له شپاړسم ملی کانګرس راهيسی د چين د پوهنې ملکيت حق ساتنې په بيلا بيلو برخو کې ښکاره برياليتوبونه تر لاسه شوي او د پوهنې ملکيت حق د قوانينو سيستم ګام په ګام بشپړ شوي دي.
هغه وويل چين پر دې خوښ دی چې د پوهنې ملکيت حق ساتنې په برخه کې له نړيوالې ټولنې سره همکارۍ وکړي.