د سين هوااژانس د خبر له مخې: د چين د کمونست ګوند اوولسم ملی کانګرس به د اکتوبر په پنځلسمه نېټه په بيجينګ کې پرانستل شي. د روانې مياشتې د ديارلسمی نيټې تر ماښام پوری په دغه کانګرس کې د ګډون کوونکيو اته ديرشو پلاويو ټولو غړيو خپل نومونه ثبت کړي دي.
د استازيو په وينا په ٢٠٠٢ کال کې د ګوند له شپاړسم ملی کانګرس راهيسی د عمومی منشی هو جين تاو په مشرۍ د کمونست ګوند مرکزی کميټې د بيلا بيلو قومونو د خلکو په مشرۍ د علمی پرمختيا د نظريی پلی کولو، د هېواد د سمسورتيا او أبادی او د پرمختګ لپاره کوشش کړی دی. له پنځو کلونو راهيسی د چين اقتصاد او د هېواد عمومی توان پياوړی شوی، په نړۍ کې اغيزه لوړه شوې، د خلکو ژوند ښه شوی، د سوسياليسی اقتصاد، سياست، کلتور او ټولنې أبادی په هر اړخيزه توګه پياوړی شوی دی.