د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د چين د کمونست ګوند اوولسم ملی کانګرس به د اکتوبر په پنځلسمه نېټه په بيجينګ کې پرانيستل شي. د دغه کانګرس مطبوعاتی وياند لي دونګ شنګ د روانې مياشتې په څوارلسمه نېټه په مطبوعاتې غونډه کې وويل دغه کانګرس به د اکتوبر له پنځلسمې نيټې څخه د همدې مياشتې تر يوويشتمې نيټې پوری دوام ولی او تر اوسه پوری تدارکاتي کارونه يې بشپړ شوي دي.
د معلوماتو له مخې دوه زره او دوه سوه او ديارلس استازي به د اويا مليونه ګوندی غړيو په استازيتوب په کانګرس کې ګډون وکړي. د دغه کانګرس اجنداوې ټاکل شوی چې د کمونست ګوند د شپاړسمی دوری مرکزی کميټی راپور به واوريد او څارنه به وشي، د انضباط د مرکزی کميټی کاری راپور او د چين د کمونست ګوند د منشور تعديل نامه به وڅيړل شي او تصويب به شي، د کمونست ګوند د اوولسمی دوری مرکزی کميټه او د انضباط مرکزی کميټه به وټاکل شي.