<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-10-14 19:18:56    
د يان وی ون له خوا ويل شوی ولسی سندری

cri

د چينی او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام په دغې کړۍکی به تاسو ته د چين د مشهور سندرغاړی يان وی ون له خوا ويل شوی د يون نان ولايت يو لړ ولسی سندری وړاندی کړو٠

يون نان ولايت د چين په جنوب لويديځ کې پروت دی چې پکې د هان، يی ، بو يی او ها نی قومونو خلک ژوند کوي٠ د يون نان د بېلا بېلو قومونو خلک د سندرو په ويلو او نڅا کولو کې ډېر تکړه دی ، زيات شمېر خوندوری ولسی سندری يی د چين بېلا بېلو ځايونو ته پراخې شوی دی٠ اوس به موږ په ګډه د يون نان ولايت يوه خوندوره سندره واورو چې نوم يی دې په کوچنی سيند کې اوبه٠

يان وی ون د چين د منځنی شان شی په ولايت کې زېږېدلی او په ١٣ کلن د شان شی ولايت د سندرو او نڅا په هنری ډله کې شامل شو، وروسته هغه د سندرو ويلو د غوره توان له لاری د چين د ولسی ازادی بښونکی پوځ د سندرو او نڅا د عمومی سياسی اداری په ډله کې د يو ځانګړی سندرغاړی په توګه وګرځيد ٠ يان وی ون د چين د موسيقی د مشهور پوه جين تی لين او له مشهور سندغاړی چنګ جی څخه زده کړی وکړی چې په بريالی توګه د چين او د لويديځو هېوادونو د سندرو ويلو له تخنيکونو سره يو ځای خپل ځانګړی سبک رامنځته کړی دی٠

ګرانو اوريدونکو، تاسو همدا اوس د يان وی ون له خوا ويل شوی د يون نان ولايت يوه خوندوره سندره واوريده چې نوم يی وو ماشومان د لوبو په وخت کې ٠

د پروګرام په پای کې به موږ په ګډه د يون نان ولايت يوه غرنی سندره واورو٠

ګرانو اوريدونکو، د خوندورو سندرو په اورېدو سره د چينی او بهرنۍ موسيقۍ د پروګرام نننۍ کړۍ په همدي ځای پاي ته ورسېده ! روغ او خوشحاله اوسئ!