د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د خلکو په ورځپاڼې کې به د اکتوبر په پنځلسمه نېټه د چين د کمونست ګوند د اوولسم ملی کانګرس د پرانيستنې د مبارکې لپاره يوه سرمقاله خپره شي.
په تبصره کې ويل شوي چې دغه کانګرس د چين د اصلاحاتو او پرمختګ په حساس بهير کې يوه مهمه غونډه ده. په کانګرس کې به د چين د کمونست ګوند د شپاړلسم ملی کانګرس د جوړيدو له پنځو کلونو راهيسی کارونه او برياليتوبونه راغونډ شي، په ١٩٧٨ کال کې په چين کې د اصلاحاتو او ورخلاصون د تګلاری له پلی کولو راهيسی د ګوند په مشرۍ د ځانګړی سوسياليزم ستر تاريخی بهير او ارزښتناکې تجربی ياد شي او د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون او د سوسياليزم د عصری کيدو أبادی او د ګوند د أبادی د نوی دوری پرمخبيولو لپاره به ستراتيژيک کارونه ترتيب شي.