<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-10-15 09:08:12    
د چين د کمونست ګوند اوولسم ملی کانګرس پرانيستل شو.

cri

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د چين د کمونست ګوند اوولسم ملی کانګرس د اکتوبر په پنځلسمه نېټه د بېجينګ د چين د خلکو په لوی تالار کې پرانيستل شو. د چين د کمونست ګوند له اويا مليونه تنو غړو څخه انتخاب شوی دوه زره او دوه سوه تنو استازيو دغه کانګرس ته لار موندلې. د چين د کمونست ګوند عمومی مشر هو جين تاو د دغه ګوند د پخوانی مرکزي کميټې په استازيتوب ټولو استازيو ته راپور ورکړ. دغه کانګرس د چين د کمونست ګوند د مرکزي کميټې د سياسی بيورو د دايمی کميسيون د غړي وو بانګ ګوو په مشرۍ تر سره کېږي او د چين د کمونست ګوند عمده مشران په کې ګډون کوي.

د دغې غونډې د اجندا سره سم، برخوال استازي به په دغې اوه ورځنی غونډه کې د عمومی منشی هو جين تاو له خوا ياد شوی راپور وڅيړی، د چين د کمونست ګوند منشور تعديل پاڼه به وڅاری او منظور کړي، دغه راز د پخوانی دوری د انضباط کميسيون له خوا وړاندی شوی کاری راپور څېړنه او د دغه ګوند د نوی دوری مرکزي کميټه او د نوی دوری انضباط کميسيون وټاکی.