د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخی: د چين د کمونست ګوند اوولسم ملی کانګرس د اکتوبر په ١٥ نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شو٠په دی وروستيو ورځو کې د نړۍ د بيلا بيلو هېوادونو خبري رسنيو، سياستوالو او پوهانو په جلا جلا توګه دغه کانګرس ته پاملرنه کړې ده٠
په اروپا کې د چينی ژبی لومړنی لويی خبري رسنی د فرانسی د نويليس ديوروپ ورځپاڼه د اکتوبر له ٩ نېټې څخه هره ورځ په يومخ کې د دغه کانګرس په هکله خبرونه خپروی٠
د بريتانيا د ګوارديان ورځپاڼی د اکتوبر په ١٤ نېټه د راپور په خپرولو سره وويل چين يو نوی لوی هېواد دی چې په چټکه توګه پرمختګ کوی٠ د سويډن ٢ لويو ورځپاڼو د اکتوبر له ١٢ نېټی څخه هره ورځ په يومخ کې د چين په اړه خبرونه خپروی٠ د تايلند د اسيا نيوز ټايم ورځپاڼی د اکتوبر په ١٥ نېټه د يوې تبصرې په خپرولو سره د چين د کمونست ګوند د اوولسم ملی کانګرس ستاينه وکړه٠د مصر د ميدل يست نيوز اېجنسۍ د اکتوبر په ١٤ نېټه وويل د چين د کمونست ګوند د اوولسم ملی کانګرس پرانيستل ډېر اهميت لری٠
د پاکستان د ستراتيژيکو څېړنو څانګی د چين د مسئلی کار پوه فضل الرحمن په دی وروستيو ورځو کې وويل د چين د کمونست ګوند اوولسم ملی کانګرس پرانيستل تېری مودی ته بيا کتنه او د راتلونکی لپاره يو پلان دی٠