<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-10-15 13:53:39    
د چين د کمونست ګوند د اوولسم ملی کانګرس پرانيستل شو( نوی)

cri

دچين د نړيوالې راډيو دخبر له مخې، د چين واکمن ګوند يعنی د چين د کمونست ګوند د اوولسم ملی کانګرس د اکتوبر په ١٥ نېټه په بېجينګ کې پرانستل شو. د دغه ګوند عمده مشرانو او ځانګړيو استازيو هو جين تاو، جيانګ ځه مين، وو بانګ ګوه،ون جيا باو،جيا چينګ لين،ځن چينګ هونګ،وو ګوان ځنګ،لي چانګ چون، لوه ګان او ٢٢٠٠ نورو استازيو پکې ګډون کړی. دغه استازی له ٧٠ مليونو ګوندي غړيو څخه انتخاب شويدی.

د چين د کمونست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسی بيورو د دايمی کمېټې غړی وو بانګ ګوه د دغو مراسمو مشرۍ کړی. د ده په وړانديز ټول استازي د ماو ځه دونګ او ډنګ شياو پينګ په ګډون د فقيبدو مشرانو او انقلابی شهيرانو د درناوي په موخه د يوې دقيقې لپاره چپ پاتې شول. ورپسی د چين د کمونست ګوند د مرکزی کمېټې عمومی منشی هو جين تاو يو راپور وړاندی کړ چې ١٢ برخې لري. په دغه راپور کې په تېرو پنځو کلونو کې د دغه ګوند کارونه ،دچين د اصلاحاتو او ورخلاصون له ٣٠ کلونو راهيسی د تاريخی بهير په هکله تيوری راغوندې شوی او د علمی پرمختګ په هکله د نظريو اهميت، د اقتصاد، سياست، کلتور، ټولنې، ملی دفاع،ديپلوماسۍ،د هېواد د يووالی او د ګوند د أبادۍ په ګډون په بېلا بېلو ساحو کې او د راتلونکو کارونو پلان بيان شوي دي.

د چين د کمونست ګوند ملی کانګرس او ورڅخه رامنځته شوی مرکزی کمېټه د چين د کمونست ګوند تر ټولو لارښوونکی ارګان دی. دغه کانګرس هر پنځه کلونه وروسته يو ځل تر سره کېږي.