د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د چين د کمونست ګوند عمومی منشی هو جين تاو د اکتوبر په پنځلسمه نېټه د دغه ګوند په اوولسم ملی کانګرس کې په خپل راپور کې وويل: تر ٢٠٢٠ کاله پورې به په چين کې د هر کاس پر سر د کورنيو توليداتو عمومی ارزښت د ٢٠٠٠ کال په پرتله دوه ځله زيات شي.
ښاغلي هو جين تاو پر دې خبر ټينګار وکړ چې د چين کمونست ګوند بايد د کورنيو او بهرنيو حالاتو د بدلون سره سم د بېلا بېلو قومونو وګړيو د ژوند د سويې د لوړتيا لپاره هڅې وکړي.
هو جين تاو په خپل راپور کې وويل: د هر کس پر سر د کورنيو توليداتو عمومی ارزښت د زياتوالی په پرتله به تر ٢٠٢٠ کاله پورې د چين پرمختيايی موخې داسی وی چې په بنسټيزه توګه به په چين کې بی وزلی له منځه يووړل شي او ټولو وګړو ته به اساسی طبی خدمتونه برابر شي. دغه راز د حکومت عام خدمتی توان به په ښکاره توګه لوړ شي.