د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د کمونست ګوند عمومی منشی هو جين تاو د اکتوبر په ١٥ نېټه د دغه ګوند د اوولسم ملی کانګرس په پرانيستونکو مراسمو کې د يو راپور په وړاندی کولو سره وويل چين پر سولې او پرمختګ ټينګار کوي
ده وويل چين په سوله ايز ډول د نړيوالو تودو مسئلو د حل و فصل لپاره هڅې کوي او له هر ډول ترهګرۍ سره مخالف دی. چين د خپل ځان د دفاع کولو په موخه پر دفاعي تګلارې ټينګار کوي او پوځي سيالی به تر سره نه کړي او هيڅ هېواد ته به ګواښ پيښنه کړي. چين له بادارۍ غوښتنې او هغه ډول سياست سره مخالفت کوي.
ده زياته کړه چين به په پرله پسی توګه د خپل پرمختګ له لارې د سيمه ايز او نړيوال پرمختګ لپاره هڅې وکړي او د نړيوال اقتصادی او سوداګريز اصولو سره سم خپل بازار پرانيستی او د همکارانو قانونی حقونه او ګټې به وساتي.
هو جين تاو پر دې ټينګار وکړ چې چين به له پرمختلليو هېوادونو سره ستراتيژيکو خبرو اترو ته دوام ورکړي او له ګاونډيانو سره دوستی او همکاری به پياوړی کړي. پر همدی مهال به چين له پرمختيايي هېوادونو سره يووالی او همکاری هم پياوړی کړي او په فعاله توګه په څواړخيزو چارو کې به ګډون وکړي او په نړيوالو چارو کې به خپل مثبت رول ولوبوي.