د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د چين د کمونست ګوند عمومی مشر هو جين تاو د اکتوبر په پنځلسمه نېټه د دغه ګوند په اوولسم ملی کانګرس کې د تايوان ټنګې له دواړو غاړو څخه غوښتنه وکړه چې د يو چين د پيژندنې د اصولو پر بنسټ د سلامشورې له لارې سوله ايز موافقه ليک لاسليک کړي.
هو جين تاو پر دې خبر ټينګار وکړ چې د يو چين د پيژندنې پر اصولو ټينګار د دواړو غاړو ترمنځ د سولې او پرمختګ سياسی بنسټ دی. هغه وويل: که څه هم د دواړو غاړو ترمنځ يووالی نه دی تر سره شوی، خو تايوان د چين يوه برخه ده چې دا حقيقت هم تر اوسه پورې هم نه دی بل شوی . د چين کمونست ګوند غواړي د تايوان له هر هغه ګوند سره خبرې اترې او سلامشوره وکړي چې تايوان د چين يوه برخه ګڼي. دغه راز د چين کمونست ګوند به د تايوان د وطنوالو د ګټو د تامينولو په اړه تګلارې او تدبيرونه ونيسی او د قانون سره سم به د تايواني وطنوالو حقه حقونه وساتي.