<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-10-15 15:54:15    
د چين د کمونست ګوند اوولسم ملي کانګرس پرانيستل شو

cri
د اکتوبر په پنځلسمه نېټه د چين د کمونست ګوند د مرکزې کميټې عمومي منشي هوجن تاو د چين د کمونست ګوند د شپاړلمسې دروې د مرکزې کميټې استازيتوب  د چين د کمونست ګوند په اوولسم ملي کانګرس کې تر دي عنوان لاندي چې د چين د ځانګړتيا لرونکي سوسياليستي لوي بيرغ په اوچتولو سره د هر اړخيزې شتمنې ټولنې د ابادولو له پاره هڅه وکړي ، د کانګرس ګډون کوونکو غړو ته يو راپور وړاندي کړ ٠ دغه راپور په دوه لس برخو ويشتل شوي چې پکې د تيرو پنځو کلونو د کار يادونه ، د ديرش کلونو راهيسي د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون په بهير کې د تجربو راغونډول ،د چين د پرمختګ په تاريخ کې د علومو او تکنولوژۍ مهم ارزښت او په راتلونکي کي د چين په اقتصادي ، سياسي ، کلتوري ، ټولنيزو، دفاعي ، ديپلوماتيکو، د هيواد د يووالي او د ګوند د پرمختګ په ساحو کې د کارونو ترتيبات شامل دي ٠ عمومي منشي هو جن تاو په خپل راپور کې لومړي د ګوند د تير ملي کانګرس راهيسي د چين د کمونست ګوند تر لارښوونې لاندې په چين کې تر لاسه شوي برياليتوبونه راغونډ کړل او ويي ويل چې دغه پنځه کلونه داسي کلونه وو چې د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون او د هيواد د شتمنې ټولنې د ابادولو په چارو کې ستر پرمختګونه پکې تر لاسه شوي چي په دي بهير کې د هيواد اقتصادي ځواکونه لا پياوړي شوي ، د خلکو ژوند په ښکاره توګه ښه شوي ، د ټولنې د تامينولو سيستم لا نور پياوړي شوي ، د روغتيا بنسټيز خدمتي چارې په پرله پسي توګه بشپړې شوي او د کليو وړيا اجباري ښوونه
په هر اړخيز ډول تر سره شوې ده ٠ هو جن تاو په دغه راپور کې وويل چې د علومو پرمختګ د مفکورې له مخې لومړي بايد پرمختګ ته مهم ارزست ورکړي او بايد د وګړيو ګټو په نظر کې نيولو سره د هراړخيز او دوامدار پرمختګ پر بنسټ د کليو او ښارونو او د بيلا بېلو سيمو ترمنځ ، د اقتصاد او ټولنې ترمنځ او د انسانانو او طبيعي نړۍ ترمنځ همغږي پرمختګ تر سره شي ٠
هو جن تاو په خپل راپور کې تر ٢٠٢٠ کاله پوري د چين د پرمختګ نوي موخه هم وړاندې کړه ٠ د دغې موخې له مخې تر هغه وخت پوري به په چين کې د هر وګړي پر سر عمومي توليدي ارزښت د ٢٠٠٠ کال په پرتله درې چنډه زيات شي ، په ټولو ښارونو او کليو کې به د ټولنيزو تامينولو سيستم په بنسټيز ډول بشپړ شي ، ډير بي وزلي حالت به له منځه يووړل شي ، ټول وګړي به د روغتيا د بنسټيزو خدمتونو له نعمت څخه برخمن شي او دانرژۍ د سرچينو د سپما او د ايکولوژيکي چاپيريال د ساتنې پر بنسټ باندې د توليدي او مصرفي جوړښت بشپړ شي ٠
داقتصادي تګلارې د يادولو په وخت کې هو جن تاو په راپور کې دا تائيده کړه چې بايد د عامه خدمتي چارو په هکله نا برابرۍ ليري شي چې له مخې يي عامه مالي سيستم بشپړ او د عامه خدمتي چارو له پاره زياتې پانګې ولګول شي ٠ د کلتوري او ټولنيزو چارو په هکله هو جن تاو وويل چې بايد د زياتو پانګو په لګولو سره د کليو ، د ليري ځايونو او په ښارونو کې د بزګرو کارګرو بزګرانو روحي او کلتوري ژوند رنګا رنګ او شتمن شي، دبې وزلو کورنيو د اولادونو اجباري ښوونه تامين شي او د بي وزلو وګړيو د استخدام له پاره مرستندويه نظام بشپړ شي ٠
عمومي منشي هو جن تاو په خپل راپور کې يو ځل بيا دتايوان د مسئلې په هکله د چين د کمونست ګوند دايمي اصولي دريځ تکرار کړ او د چين د کمونست ګوند په استازيتوب يي په جدي توګه د چين له کمونست ګوند څخه غوښتنه وکړه چې د يو چين د پيژندنې د اصولو پر بنسټ په رسمي توګه د دواړو غاړو ترمنځ د دښمنۍ حالت د ختمولو له پاره سلامشوره وکړي او سوله ايز موافقه ليک لاسليک شي ٠
د ديپلوماتيکو اړيکو د يادولو په وخت کې هو جن تاو وويل چې چين تل د سولې او پرمختګ پر لار باندې ټينګار کوي ، د متقابلو ګټو او ګډ پرمختګ پر بنسټ د اصلاحاتو تګلاره ساتي او د خپل هيواد د پرمختګ د ترسره کولو په يو مهال کې د نورو هيوادونو په تيره بيا د پرمختيايي هيوادونو د علاقې وړ مسئلو ته پام کوي ٠ عمومي منشي هو جن تاو په پاي کې وويل چې بايد د ګوند په د ننه کې د ديموکراسۍ د ابادۍ له پاره کوشش وکړي ٠ هغه دا خبره بيا تکراره کړه چې د چين کمونست ګوند به په ټينګ او کلک هوډ سره د ګوند د انضباط او قانون په ضدقضيې پلټنه او د قانون له مخې به ټولو فاسدو عناصرو ته سخته سزا ورکړي