د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د چين د کمونست ګوند عمومی منشی هو جين تاو د اکتوبر په ١٥ نېټه د چين د کمونست ګوند په اوولسم ملی کانګرس کې د وينا په ترڅ کې وويل چين به بهر ته ورخلاصون پراخ کړی چی د ورخلاصي اقتصاد سويه لوړه شي٠
عمومی منشی هو جين تاو وويل چين به په چټکه توګه د بهرنۍ سوداګرۍ د زياتوالی حالات بدل کړی، د وارداتو او صادراتو جوړښت تعديل کړی ، د پروسس سوداګرۍ به پياوړی کړی او په پوره توګه به خدمتی سوداګرۍ پرمختګ وکړی او د خپلواکو اختراعاتو او د صنائعو د لوړتيا په برخو کې به د بهرنيو پانګو فعال رول ولوبوی٠