د سين هوا اژانس د خبر له مخې: د چين د کمونست ګوند عمومی منشی هو جين تاو د اکتوبر په ١٥ نېټه د چين د کمونست ګوند په اوولسم ملی کانګرس کې د کاری راپور اورولو په ترڅ کې وويل د نوی پرمختګ په پړاو کې په پر له پسی توګه د نسبتی شتمنې ټولنې د جوړيدو او د چين د ځانګړی سوسياليزم د پرمختګ لپاره بايد په ژوره توګه علمي پرمختګ په هکله نظريې پلی شي٠
عمومی منشی هو جين تاو وويل دغه نظريه د چين د سوسياليزم د لومړنی پړاو له بنسټيز حالاتو سره سم د چين د پرمختګ واقع حالت له مخې د چين د کمونست ګوند لخوا وړاندې شوېده. هغه زياته کړه چې د علمي پرمختګ په هکله نظريې د پلی کولو په وخت کې بايد په فعاله توګه د سوسياليزم همغږی ټولنی جوړې شی ، په پر له پسی توګه ژور اصلاحات او ورخلاصون رامنځته او په جدی توګه د چين د کمونست د ګوند أبادی پياوړی شی٠