د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د چين د کمونست ګوند عمومی منشی هو جين تاو د اکتوبر په ١٥ نېټه د چين د کمونست ګوند په اوولسم ملی کانګرس کې د وينا په ترڅ کې وويل د خلکو ديمکراسي د سوسياليزم ژوند دی٠ د سياسی نظام د ژورو اصلاحاتو لپاره بايد پر سم سياسی لور ټينګار وشی چې د څښتن په توګه خلکو پر بنسټ، د ګوند او هېواد حياتی ځواک او د خلکو د جذباتو د زياتوالی په موخه د سوسياليزم ديمکراسۍ پراخه شی، د سوسياليزم قانونی هېواد جوړ کړی او د سوسياليزم سياسی تمدن ته پرمختګ ورکړی٠
عمومی منشی هو جين تاو وويل د سوسياليزم د ديمکراسی او سياست د پرمختګ لپاره بايد د خلکو ديمکراسۍ پراخه شی چی خلک د هېواد د اصلی خاوندانو په توګه وپيژندل شی٠