د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د چين د کمونست ګوند د اوولسم ملی کانګرس له جوړيدو مخکی د چين د نړيوالې راډيو د المان څانګی اوريدونکی هيلموت مات د بريښنا ليک له لاری هيله څرګنده کړی چې د چين د کمونست ګوند اوولسم ملی کانګرس په برياليتوب سره تر سره شی٠
هغه وويل په راتلونکيو څو ورځو کې به ټوله نړۍ بېجينګ ته پاملرنه وکړی٠ د دغه کانګرس استازی به په ګډه سره د چين د راتلونکی په اړه د بېلا بېلو مهمو مسئلو په اړه بحث وکړي٠ په دغه کانګرس کې به بېلا بېل پريکړی د چين د خلکو او د دوستو هېوادونو لپاره ستره اغيږه ولری٠