<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-10-15 19:34:38    
د چين حکومت د انرژۍ سپمولو او ککړو توکيو د خپراوی اندازې کمولو لپاره کوشش کوی

cri

ټولوته معلومه ده، د چين اقتصاد اوس د ښه کيدو په حال کې دی، خو د اقتصاد د چټک پرمختګ تر څنګ د چاپيريال پر ساتلو باندی ستر فشارونه راوړل شوي دي. نو په چين کې د انرژۍ سپمول او ککړو توکيو د خپراوی اندازې کمول او د چاپيريال ساتل اوس د چين حکومت له خوا د ډېرې پاملرنې وړ مسئله ده. د چين د اقتصاد او سوداګرۍ پروګرام په نننی کړۍ کې به تاسو ته د انرژۍ سپمولو او ککړو توکيو د خپراوی اندازې کمولو لپاره د داخلی مغولستان د اړوندو تصديو د تدبيرونو په باب معلومات وړاندی کړو.

د داخلی مغولستان خپلواکه سيمه د هيواد نورو ځايونو ته د بريښنا ليږدولو لپاره يوه مهمه اډه ده او د بيجينګ، تيان جين او تان شان په شمول سيمه کې يوه په درېيمه بريښنا له داخلی مغولستان څخه راځي.د بريښنا توليدولو چارې هغه چارې دي چې پکې زياتې انرژي لګول کيږي او له کاره لويدلي توکی، اوبه او لوګی رامنځته کيږي چې د سيمې چاپيريال ته يې ګوښونه رسوی .د ساينس اوتکنالوژۍ د پرمختګ له امله يو نوی ډول چاری رامنځته شوې چې د بريښنا توليدولو په بهير کې يې رامنځته شوی دری ډوله توکي کارول کيږي.د داخلی مغولستان د بی يوان په نامه د انرژۍ محدود شرکت يوه داسی تصدۍ ده چې د سکرو سوځېدو له امله له رامنځته شويو ايرو څخه د خښتو په جوړولو بوخت ده .د دغه شرکت عمومی مدير ګوو شيو هوي زمونږ خبريال ته د شرکت معلومات ور کړل او و يي ويل

د بريښنايی چارو د پرمختګ له امله له کاره لويدلی توکی، اوبه او لوګی زياتيږي. خو مونږ دا نظر لرو چې دغه دری ډوله توکي بيا هم کارول کيږي.مونږ د استفاده شويو جامدو توکيو په بيا کارولو بوخت يو چې دغه جامد توکي دوه ډولونه لري يو يې له سوځيدو سکرو څخه رامنځته شوی ايرې او بل يې ګچ دی. په تيرو څو کلونو کې د دغو توکيو په غورځولو سره کرنيزو ځمکو ته ککړتيا رسيدلې وه ، خو له دغو استعفاده شويو توکيو څخه ګته اخيستل کيږي . نو موږ لومړی د سکرو له ايرو څخه نوي ساختماني توکي جوړوو . باور دی چې د دغو ساختماني توکيو توليدول ښه راتلونکی لری.

زموږ د راډيو خبريال د بي يون د انرژۍ شرکت په اړه د ساختماني موادو توليدولو له يوې کمپنۍ څخه ليدنه وکړه چې دغه کمپنۍ په داخلي مغولستان کې د خښتو جوړولو لومړی او تر ټولو لويه فابريکه هم ده . د دغې کمپنۍ مشر وو چنګ د دغو ځانګړيو خښتو د جوړولو تکنولوژۍ په هکله وويل زموږ کمپنۍ هر کال يو سل او شپته مليونه دانې خښتې توليدوي چې د دغو خښتو د توليدولو لپاره دوه لکه او پنځوس زره ټنه د سکرو ايرې لګيږي. څرنګه چې د دغه ډول خښتي توليدولو اصلی بيه ډيره ټيټه ده او کيفيت يې ښه دی ، نو په بازار کې د سيالۍ ښه توان لری او د معمولي خښتو پر ځاي دغه نوی ډول خښتې د ښې استعفادې وړ دي . په تيره بيا د هيواد په پرمختلليو سيمو کې په پراخه توګه استعماليږي. ددې تر څنګ حکومت د دغه ډول پرمختيالرونکي اقتصاد د ملاتړ لپاره زموږ په شان شرکتونو ته د تګلارې په پلوه

مرسته برابروي چې په پايله کې زموږ په شان تصدۍ په سرعت سره غښتلی او

سمسوره شوېده .

ښاغلي وو وويل زموږ په فابريکه کې شپيته کارګران شته او له لس تنه اداره کوونکو څخه څلور تنه يې د ماسترې کچه خاوندان دي. دغه راز ديرش سلنه کارګران له بی کارانو څخه استخدام شويدي.

نن ورځ په داخلي مغولستان کې د بريښنا توليدولو زياتې تصدۍ غواړي چې له ياد شوي شرکت سره همکاری وکړي . باور دی چې پرمختيا لرونکي اقتصاد به هرومرو په راتلونکي وخت کې لا چټک پرمختګ وکړي .