<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-10-15 19:52:31    
شينجيانګ پوهنتون

cri

چين د لومړی لوی قوم ٌ هان ٌ څخه برسيره نور پنځه پنځوس ملی لږکي هم لری٠ د چين حکومت تل د ملی لږکيو سيمې د ښوونې چارو ته ستر اهميت ورکوی٠ په نننۍ پروګرام کی به تاسو ته د چين يو مشهور پوهنتون يعنی ٌ شينجيانګ پوهنتون ٌ دروپيژنو٠

د چين د شينجيانګ د ويغوری قوم په خپلواکه سيمه کی د ويغور، قزاق، هوی، قرغز، مغول، تاجک او شيوه په شمول د ملی لږکيو وګړي د ټولو نفوسو په سلو کی شپيته برخه نيسی ٠ شينجيانګ پوهنتون د دغې خپلواکې سيمې د مرکز وروموچی په ښاری سيمه کی پروت دی او د چين د مهمو پوهنتونونو په ډله کی ځای لری چې د بېلا بېلو قومونو د استعداد لرونکو ماهرانو د روزونکی زانګو په توګه هم ګڼل کيږی٠ اوس په دغه پوهنتون کی د ښوونکيو او زده کوونکيو شمير څه دپاسه درويشت زره تنه دی چې د محصلينو نيمه برخه يې د ملی لږکيو څخه دي٠ د دغه پوهنتون د مشر مرستيال هو شياو فان وويل :

شينجيانګ پوهنتون له اوږدې مودې راهيسی د ملی لږکيو زده کړو ته په ډيره درنه سترګه ګوری او زيات شمير وتلی پوهان او لارښوونکي کادرونه يې روزلي دي٠ دغه پوهنتون د ښوونکيو تکړه ډله او د ښوونې بشپړې زمينې لری چې په پوره توګه د شينجيانګ د خپلواکې سيمې د اقتصادی أبادۍ او ټولنيز پرمختګ لپاره اړين ماهران روزلای شی ٠ ٌ

شينجيانګ پوهنتون په ١٩٢٤ کال کی جوړ شو او د چين له هغو پوهنتونونو څخه شميرل کيږی چې نسبتأ اوږد تاريخ لری٠ د چين د ولسی جمهوريت له جوړيدو وروسته دغه پوهنتون د چين د حکومت په پاملرنه په پر له پسی توګه پرمختګ کړی دی او تر اوسه پوری د ادبيت ، انجنيرۍ ، اقتصاد، د ادارې ساينس ، د قانون فن ، تاريخ او فلسفې په شمول د علومو بشپړې څانګې لری٠ د دې لپاره چې د ټولو بېلا بېلو قومونو زده کوونکي په پوهنتون کی ښوونی ترلاسه کړای شی ، دغه پوهنتون د ملی لږکيو د زده کوونکيو په مقابل کې د کانکور ازموينې د نمرونو له پلوه د معيار ټيټولو په هکله تګلاره پلی کوی٠

په شينجيانګ پوهنتون کی د ملی لږکيو د ژبو د څيړنو پر اړوندو څانګو برسيره په نورو څانګو کی ښوونکي عمومأ د چينی ملی ژبې په وسيلې درسونه ورکوی٠ په زده کړه کی د ملی لږکيو محصلينو د اسانتياوو د برابرولو لپاره په دغه پوهنتون کې د زده کړو ډول ډول لارچارې موجودې دي٠ ښاغلی هو شياو فان وويل :

د ملی لږکيو ځينی هغه محصلين چې د خپلې قومی ژبې په وسيلې يې د کانکور په ازموينه کی ګډون کړی، په پوهنتون کی له شامليدو وروسته بايد په لومړی کال کی د چين د ملی ژبې زده کړه وکړی ترڅو د ملی ژبې اوريدو، ويلو، لوستلو او ليکلو په هکله معيار ته ورسيږی، بيا وروسته د مسلکی پوهنو په زده کړو پيل کوی٠ خو د ملی لږکيو نور هغه محصلين چې په منځنيو ښوونځيو کی يې ملی ژبه ښه زده کړه او د ملی ژبې په وسيلې يې د کانکور په ازموينه کې ګډون وکړ ، په مستقيمه توګه د مسلکی پوهنو زده کړه کوی٠ ٌ

شينجيانګ پوهنتون د چين د ملی ژبې په وسيلې د درسونو ورکولو تر څنګ د ملی لږکيو د ژبو او کلتورونو د څيړنو لپاره هم زيات کوششونه کوی او د ملی لږکيو د ژبو او کلتورونو د څيړنو په هکله د دغه پوهنتون اړوند مسلک په نړۍ کی پرمختللی دی او په دغه مسلک کی د هغو اسپرانتانو روزلو څانګې هم شته چې د ماستری او دوکټورا د علمی درجو او له دوکټورا څخه د لا لوړې علمی درجې د ترلاسه کولو په موخه زده کړې کوي٠ د شينجيانګ پوهنتون د انسانی علومو پوهنځی مشر السلام وويل :

 زمونږ په پوهنځی کی پر عامو درسونو برسيره نور ټول مسلکی درسونه د ويغوری او قزاقی ژبو په ګډون د ملی لږکيو په ژبو ورکول کيږی تر څو له دې لاری د شينجيانګ د بېلا بېلو ملی لږکيو دوديز کلتورونه دوام وکړی او وساتل شی٠ ٌ

په شينجيانګ پوهنتون کی د محصلينو عادی ژوند رنګارنګ او په زړه پوری دی٠ د ملی لږکيو محصلين د چين د ملی ژبې د کارونې د توان لوړولو لپاره کله نا کله د ملی ژبې ويلو په فعاليتونو کی ګډون کوی او د هان قوم له محصلينو سره ډيره ښه دوستی لری٠ د ويغوری قوم محصلين عبدالوالی چې د فزيک او کيميا مسلک د ماستری د علمی درجې د ترلاسه کولو لپاره زده کړې کوي، وويل :

  په شينجيانګ کی د قومی يووالی په هکله ښوونې ډيرې ښې دي٠ د بېلګې په توګه زما د ملګرو او دوستانو په ډله کی د هان قوم وروڼه د ويغوريانو په پرتله ډير زيات ښکاری ٠ ٌ

د شينجيانګ پوهنتون مرستيال هو شياو فان وويل: د دغه پوهنتون د محصلينو په سلو کی اتلس برخه د چين له نورو سيمو څخه راغلي دي٠ پوهنتون هر کال نويو محصلينو ته د قومی دودونو، مذهبی عقيدو ، د ورځنيو چارو او د محصلينو ترمنځ د تګ راتګ د معلوماتو په هکله يوه رساله ورکوی ترڅو د بېلا بېلو قومونو محصلين يې ولولی او د قومی يووالی د ساتلو لپاره ګټور کارونه وکړي٠