د کاشيو فابريکې په نامه کلتوری واټ د بيجينګ ښار د تيان ان من ډګر په جنوب لويديځ د هه پينګ دروازې په بهر کې يو نامتو کلتوری واټ دی چې د لاس خطونو او انځورونو او د تاريخی اثارو پلورلو په توګه شهرت لری. په دغه واټ کې په لومړی وخت کې د کاشيو جوړولو په هکله د پخوانې لړی د چارواکيو کارخانه وه او د چينګ امپراتوری لړی په پيل کې دغه کارخانه د بيجينګ لويديځ ته ليږل شو. له دې وروسته په دغه واټ کې ګام په ګام د لاس خطونو او انځورونو پلورلو په هکله يو کلتوری واټ ګرځيدلی دی .
په واقعی توګه د کاشيو جوړولو فابريکه پخوا د های وانګ کلي په نامه يو کوچنی کلي و. د ديارلسمی پيړۍ د يوان په امپراتوری لړی کې د هېواد د پلازمينې جوړولو لپاره په دغه ځای کې په ځانګړې توګه د رنګه رانګو کاشيو جوړولو کارخانې جوړې شوې، نو د کاشيو جوړولو فابريکه ونومول شو. په دغه ځای کې جوړ شوی رنګه رنګ کاشي نه يوازې د امپراتوری ماڼې په کورونو کې ښکلی شوی، بلکې د زيات
شمېر معبدونو او د شتمنو په کورونو کې هم دغه کاشي کارول شو، نو په هغه وخت کې د کاشيو سوداګرۍ ډېر سمسور و.
برسيره پر دې له دې امله چې د کاشيو فابريکه امپراتوری ماڼۍ ته نژدې وه، نو دغه واټ په دولتی ازموينو کې ګډون کوونکي راجلب کړ. دوی د کتابونو اخيستلو عادت لری، نو د کتابپلورونکيو په دغه ځای کې دکانونه پرانيستلی او د تاريخی اثارو، د لاس خطونو او انځورونو پلورنکيو هم په دغه بازار کې ګډون وکړ چې د
دغو شيانو د پلورو يو کلتوری مرکز رامنځته شو .
اوس د کاشيو فابريکې شکل د تيرې پيړۍ د اتيايمې لسيزې په پيل کې له بيا رغونې وروسته رامنځته شوی چې واټونه د پخوا په پرتله دوه ځله زيات شوي. د دغې فابريکې کلتوری واټ په لويديځې او ختيځې لارو ويشل کېږي چې د دواړو لارو اوږدوالی اوه سوه او پنځوس مترو ته رسېږي، د واټونو په دواړو خواوو کې ودانی د زاړو کاشيو او ښختو له خوا جوړ شوی چينی شکلونه دی چې يو پوړ او يا دوه پوړونه شته. د ودانيو بهر پر مخ باندی د خښتو او لرګينو له خوا قاليب شوی بڼی او رنګه رنګ انځورونه ښکلی کېږي، دغه شان بڼی د چينګ امپراتوری لړی په پای کې له دوديز شکل څخه څرګندېږي. په ختيځ واټ کې په عمده توګه د شنو ډبرينو، ګيلاسونو، لرګيو له خوا جوړ شوی هنری شيان او جواهرونه او په لويديځ واټ کې په عمده توګه د لاس خطونه او انځورونه پلورل کېږي. په دغو دکانونو کې د چين په بېلا بېلو تاريخی لړيو کې شيان تر سترګو کېږي چې په کې ډېر ارزښتناک تاريخی اثار او د ريښتنو تاريخی شيانو له مخې جوړ شوی ښکلی شيان هم شته .