<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-10-15 20:47:29    
د يو شمېر هېوادونو دوستو سياسی ګوندونو او سازمانونو د چين د کمونست ګوند د اوولسم ملی ګانګرس د پرانيستلو په اړه چينی مشرانو ته د مبارکۍ پيغامونه واستول.

cri

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د نړۍ يو شمېر دوستو سياسی ګوندونو، سازمانونو او مشرانو په جلا جلا توګه د چين مشرتابه ته د کمونست ګوند د اوولسم ملی کانګرس د پرانيستلو په اړه د مبارکۍ پيغامونه واستول.

د روسيې د يووالي ګوند مشر او د دغه هېواد د دوما مشر بوريس ګريزلوف په خپل پيغام کې ويلي چې مونږ له چين سره د متقابلو ګټو پر بنسټ د هراړخيزو اړيکيو د پرمختګ لپاره کوښښ کوو چې د چين او روسيې د خلکو له اساسی ګټو سره سمون ولري.

د پاکستان د خلکو ګوند مشرې بېنظير بوټو په خپل پيغام کې د چين د کمونست ګوند د اوولسم ملی ګانګرس د پرانيستلو په اړه مبارکی وويلې او د دغه ملی کانګرس د برياليتوب هيله يې څرګنده کړې ده.