د سين هوا اژانس د خبر له مخې: د چين د کمونست ګوند اوولسم ملی کانګرس د اکتوبر په ١٥ نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شو٠ د دغه کانګرس استازی او د چين د بهرنيو چارو وزير يانګ جی چه په همدی ورځ د دغه کانګرس د راپور د څېړنی او بحث په وخت کې وويل دغه راپور د چين د سولی او پرمختګ د ټينګښت په لار کې يوه مهمه څرګندونه ده٠
ښاغلی يانګ جی چه وويل د چين د کمونست د ګوند په مشرۍ د سوسياليستی هېواد په توګه چين د سولی او پرمختګ پر لار ټينګار کوی چې په اوږده موده کې د چين يو ستراتيژيکه ټاکنه ده او بايد په اوږده موده کې پر دغه ديپلوماتيکې تګلاری ټينګار وشي٠