د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د چين د کمونست ګوند اوولسم ملی کانګرس د اکتوبر په ١٥ نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شو٠ د نړۍ د بيلا بيلو هېوادونو سياستوالو په دی وروستيو ورځو کې په جلا جلا توګه دغه کانګرس ته پاملرنه کړې ده٠
د سريلانکا صدراعظم راتناسيری ويکراماناياکی د اکتوبر په ١٥ نېټه د چين نړيوالې راډيو ته په يو پيغام ورکولو سره د سريلانکا د حکومت او د خلکو په استازيتوب د چين د کمونست ګوند د اوولسم ملی کانګرس د جوړيدو هرکلی کړی٠
د مکسيکو د کانګرس غړی ادريانا ګونزليز خبريالانو ته وويل د چين د کمونست ګوند اوولسم ملی کانګرس يو ډېر مهم کانګرس دی او د چين د خلکو د ژوندانه سويی د لوړتيا لپاره ډېر ګټور دی٠