<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-10-16 16:59:14    
د چين کليوال اقتصاد په هر اړخيزه توګه پرمختګ کړی دی

cri

د چين کليوال اقتصاد په هر اړخيزه توګه پرمختګ کړی دی.د غلودانو او عمده کرهڼيزو توکيو توليدی اندازه په ثابته توګه زياته شوې او د بزګرانو عايدات هم په چټکه زيات شوی دي. د چين حکومت د کرنې په برخه کې د بنسټيزو تاسيساتو د أبادۍ لپاره لازياته پانګه لګولې چې له امله يې توليدی شرايطو ښه شوي دي.

په ٢٠٠٦ کال کې د چين د غلودانو عمومی توليدی اندازه نژدی پنځه سوه مليون ټنو ته رسيدلې چې له مخې يې اوس د چين د غلودانو، پنبو، ميوو، سبو،سمندری توليداتو په شمول د توکيو توليدی اندازه په نړۍ کې لومړی ځای نيسی. په ٢٠٠٦ کال کې د هر بزګر کلنی عايدات ٣٥٠٠ يوانو ته رسيدلی چې د مخکنی کال په پرتله په سلو کې ٧ اعشاريه ٤ زيات شوي او په پر له پسی دريو کلونو کې په سلو کې له ٦ څخه اوښتی دی.

په وروستيو کلونو کې د چين حکومت د کليوال پرمختګ ته ډېر ارزښت ور کړی او يو لړ امتيازی تګلارې يې غوره کړې دي. د چين د کرنې وزارت مرستيال اين چنګ جی وويل د چين د کمونست ګوند د استازيو له ١٦ مې دورې غونډې راهيسی د چين حکومت د کرنې، کليوالو سيمو او بزګرانو په شمول يو شمېر مسئلو ته په درنه سترګه ګوري او په پر له پسی توګه يې اړوندې تګلارې بشپړې کړې چې بزګرانو ترې لازياتې ګټې تر لاسه کړې دي.د شان دونګ ولايت د جی بو ښار د هنګ تای ولسوالۍ د شيو مياو کلی بزګر وانګ جاو دای همدغه شان يو بزګر دی. د روان کال په اګست کې هغه په ټيټه

بيه يو ټراکټور اخيستی دی. ده زياته کړه چې د حکومت د مرستې له امله د دغه ټراکټور د اخيستلو لپاره څه د پاسه شل زره يوانه کم کړي دی.

د معلوماتو له مخې د ٢٠٠٠ کال له پيل څخه داسې تګلاره ټاکل شوې چې که د دغه ښار بزګران همدغه شان يو ماشين واخلي، نو د ښار، ولسوالۍ او علاقه دارۍ په کچه د ماليې څانګې به په جلا جلا توګه ور ته مرستندويه پيسی ور کړي. روان کال د جی بو ښاروالي د دغو ماشينونو د اخيستلو لپاره بزګرانو ته پنځه مليون يوانه برابر کړي دي.

د چين د کرنې وزارت مرستيال اين چنګ جی وويل په وروستيو کلونو کې د چين حکومت هم په کليوالو سيمو کې د بنسټيزو تاسيساتو او ټولنيزو چارو د أبادۍ لپاره لازياته پانګه لګولې چې له مخې يې اوس يو لړ مهم پلانونه په سالمه توګه روان دی او په همدی وخت کې يې د کليوالو شړکونو او بريښنايی شبکې د ښه والی، د بزګرانو لپاره د څښاک اوبو د اړوندې مسئلې د حل او په دغو سيمو کې د همکارۍ د نوی ډول طبی نظام د اصلاحاتو لپاره هم کوشش کړی دی.

ښاغلی اين زياته کړه چې په وروستيو کلونو کې د کرنې پرمختګ لپاره د چين د ماليې وزارت لګښتونه زيات شوی دی. روان کال دغه لګښتونه څلور سوه مليارډ يوانو ته رسيدلی چې د تېر کال په پرتله په سلو کې له ١٥ څخه اوښتی دی.

د کليوالو سيمو د سمسورتيا او د بزګرانو د شتمنيدوپه موخه د يو لړ تدبيرونه هر کلی وکړ چې په مستقيمه توګه يې د چين د کليوال اقتصاد په هر اړخيز ثبات کې مهم رول لوبولی دی.