د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د چين د کمونست ګوند اوولسم ملی کانګرس د اکتوبر په ١٥ نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شو، د چين د کمونست ګوند عمومی منشی هو جين تاو د تېرې مرکزی کميټې په استازيتوب راپور ورکړ٠ د چين د کمونست ګوند د مرکزی کميټی د سياسی بيورو د دايمی کميسيون د غړی وو بانګ ګو په ګډون د ګوند عمده مشرانو د نوموړی راپور په اړه د بحث په وخت کې د دغه راپور لوړه قدردانی وکړه٠وو بانګ ګو وويل دغه راپور د چارو د پرمختګ د چټکتيا لپاره يو مهم سند دی٠
د چين د کمونست ګوند د مرکزی کميټی د سياسی بيورو د دايمی کميسيون غړی ځنګ چينګ هونګ وويل دغه راپور د ګوند د واکمنی ، د سوسياليزم أبادی او د انسانی ټولنی د پرمختګ د قوانينو پوهاوی په اړه يو باوري سند دی٠