<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-10-16 17:30:54    
د سي ار ای راډيو اورېدونکی د چين د کمونست ګوند د استازيو اوولسمې غونډې ته پاملرنه کوي

cri

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د کمونست ګوند د استازيو د اوولسم ملی کانګرس د تر سره کېدو په مهال د سي ار ای راډيو ګڼ شمېر اورېدونکو د دغې غونډې د پرانيستنې په اړه د مبارکي پيغامونه را استوالي دي.

د پاکستان يو اورېدونکی شيخ محمد يونس د برېښنا ليک له لارې په خپل پيغام کې ويلي دغه غونډه به د چين د اقتصاد او ټولنې د راتلونکی پرمختګ لوری وټاکي، نو ځکه ډېره مهمه ده. د پاکستان خلک باور لري چې هو جين تاو د ټولنيز پرمختګ په بهير کې د مسئلو د حل په اړه اداره او توان لري.

د برازيل يو اورېدونکی پاولو سيلوا هم د برېښناليک له لارې په خپل پيغام کې باور څرګند کړی چې دغه غونډه به په چين کې د يوې هوسا ټولنې د ابادۍ او اقتصادی پرمختګ لپاره مهم رول ولوبوي.

د روسيې او چين تر منځ د دوستۍ ټولنې د مشر لومړۍ مرستيالې کوليکوا له سي ار ای راډيو سره په ټليفوني خبرو کې د دغې غونډې د پرانيستنې په اړه مبارکې وويله او د روسي ژبې پر انټرنيټ پاڼه يې د دغې غونډې د مستقيمې خپرونې ستاينه وکړه.

پر دې سربيره، د ايتاليا، المان، نيجريا، کنيا، ويتنام، لاوس او امريکا زيات شمېر اورېدونکو هم سي ار ای راډيو ته د ملی کانګرس د پيل په اړه د مبارکی څرګندونې را استولې دي.