<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-10-16 19:18:43    
هانکانګ په فعاله توګه د اولمپيک لوبو د اس سپرلۍ مهارت لپاره تباريانی نيسی

cri

هانکانګ يو کوچنی ښار دی، خو يو پياوړی رول لوبولی شي.

دغه خبره د بېجينګ د اولمپيک لوبو د اس سپرلۍ مهارت د يوې داوطلبې ژمنه ده. د دغې ژمنې د پوره کولو لپاره د هانکانګ کوششونه د حيرانتيا وړ دي.

هانکانګ د بېجينګ د اولمپيک لوبو يو همکار ښار دی چې له بېجينګ څخه دری زره کيلو ميتره واټن لري. هانکانګ به په راتلونکی کال کې د اس سپرلۍ مهارت تر سره کړي.

د اولمپيک لوبو په تاريخ کې دا دوهم ځل دی چې د يو پروګرام د سيالی ځای او د عمده کوربه ښار ترمنځ واټن څو زره کيلو ميترو ته رسيږي. د تېرې پېړۍ په پنځمه لسيزه کې د ملبورن په اولمپيک لوبو کې د قراطينې له امله د اس سپرلۍ مهارت سيالی په سويدن کې تر سره شوه. د همدې لامل له مخې، د ٢٠٠٥ کال په جولای کې د اولمپيک لوبو نړيوالې کمېټې پرېکړه وکړه چې د بېجينګ د اولمپيک لوبو د اس سپرلۍ مهارت سيالی به په هانکانګ کې تر سره شي. که څه هم په هانکانګ کې د اس د سپرلی مهارت د سيالۍ لپاره زمينه مساعده ده او کارکوونکی ټول تجربه لرونکی کارپوهان دي، خو په دريو کلونو کې د اولمپيک لوبو د يو پروګرام د سيالی لپاره تياريانی نيول لا هم يوه ننګونه ده.

د اس سپرلۍ مهارت په اړه د هانکانګ د جاکی ټولنه د دغه مهارت د ډګر جوړونې د څارنې دنده پر غاړه لري. د دغې ټولنې مشر مای جيان هوا وويل په راتلونکی اګست

کې د اولمپيک لوبو د ازمويښتې سيالی په رارسيدو سره د دوی احساسات اوس له دوه کاله مخکې له وارخطايۍ څخه په وياړ بدل شوي دي. هغه وويل

زمونږ ډګر په بنسټيزه توګه له پلان سره سم جوړ شوی او د اس دوه سوه ايرکنډېشن لرونکی غوجلونه او روغتونونه به بشپړ شي. پر دې سربيره، د روزنې لس ګونه ډګرونه هم چمتو شوي دي. نو موږ په بريالی توګه د يوې ازموښتی سيالی د تر سره کولو په اړه باور لرو.

د اولمپيک لوبو د اس سپرلۍ مهارت شرکت د دغه مهارت تشکيلاتی کارونه تر سره کوی. د دغه شرکت مشر لين هوان ګوانګ وويل د اس سپرلۍ مهارت د اولمپيک لوبو د اته ويشتو پروګرامونو تر منځ ډېر پيچلی پروګرام دی. دغه ډول سيالی نه يوازی له کسانو سره بلکه له اس سره هم تړاو لري. کله چې يوه سيالی له ژويو سره تړاو لري، نو تشکلاتی کارونه يې ډېر ستونزمن وي. ښاغلي لين وويل هره ورځ د دوی کارکوونکی د دوولسو ساعتو لپاره کار کوی او عمده چارواکی يې د بېجينګ او هانکانګ تر منځ زيات تګ را تګ کوی. دوی بايد د اولمپيک لوبو د نړيوالې کمېټې، د اس سپرلۍ مهارت د نړيوالې ټولنې، د بېجينګ د تشکلاتی کمېټې او د هانکانګ د ځانګړې ادارې د حکومت په شمول له اړوندو خواوو سره سلا مشوره او همغږی وکړي.

يو شمېر کسان په دې انديښمنه کې دي چې د هانکانګ او بېجينګ تر منځ د ليری واټن له امله به د اس سپرلۍ مهارت دومره جلبونه او پاملرنه و نه لري، ښاغلي لين په دې اړه وويل

تر اوسه پوری مو د ټيکټونو اخيستلو په اړه ډېرې غوښتنې تر لاسه کړې دي. زما په اند، د

هېواد د سترې برخې د ډېرو ښارونو وګړي د اس د سپرلۍ له مهارت سره ډېره علاقه لري. پر دې سربيره، دغه لوبه په اروپا، امريکا او استراليا کې هم د ډېر هر کلی وړ ده، نو اټکل کيږی چې زيات دوستان به هانکانګ ته راشي.

چين ته د هانکانګ د بيرته راتګ د لسمې کاليزې په رارسيدو سره هانکانګ د اولمپيک لوبو د اس سپرلۍ مهارت د سياليو لپاره بشپړې تياريانې تر سره کړې او د هانکانګ وګړي هم نړيوالو دوستانو ته بلنه ور کوی چې په ٢٠٠٨ کال کې دغه ښار ته راشي او د اولمپيک لوبو او د چين د کلتور جلبونه احساس کړي.